اسلایدشوافغانستاناقتصاد او پرمختګحکومتخبرسیمه

افغان موټر چلوونکي له ویزې او پاسپورټ پرته له تورخمه نه‌شي تېرېدای

دید خبرې آژانس: د پاکستان حکومت ویلي، چې د روان زیږیز کال د مۍ میاشتې له پای ته رسېدو وروسته، افغان موټر چلوونکي له ویزې او پاسپورټ پرته د تګ راتګ اجازه نه‌لري.

د تورخم بندر د هېواد یو له مهمو سوداګریزو بندرونو څخه دی، چې د ورځې د سوداګریزو توکو په سلګونه باروړونکي موټر پرې تګ راتګ کوي.

ځینې افغان سوداګر هم وايي د اسانتیاوو پر ځای د خنډونو رامنځته کول به نه یوازې دواړو غاړو ته اقتصادي زیانونه واړوي؛ بلکې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ پر کچې به منفي اغېز وکړي.

ورته مهال د افغانستان او پاکستان د پانګونې او سوداګرۍ ګډه خونه له دواړه هېوادونه د سوداګرۍ پیاوړتیا لپاره د یوې اغېزناکې تګلارې د جوړولو غوښتنه کوي.

دوی دغه راز له پاکستانه غواړي، چې پخوانی سیسټم دې تر درېیو کلونو وغځوي، چې د سوداګرۍ لپاره مناسب چاپېریال برابر شي.

د افغانستان او پاکستان د پانګونې او سوداګرۍ ګډې خونې اجراییوي رییس نقیب‌الله ساپي وايي:«غوښتنه مو دا ده، چې همدا سیسټم د TAD له پاسپورټ او وېزې پرته تر درېیو کلونو تمدید شي؛ ترڅو د دواړو خواوو ټرانسپورټ معیاري شي او د پاسپورټ او وېزې لپاره موټر چلوونکي چمتو شي.»

دا په داسې حال کې ده، چې د روان زیږیز کال په مارچ میاشت کې د پاکستان له لوري نږدې یوه میاشت د تورخم دروازې تړل کېدو د دواړو لوریو سوداګرو ته شاوخوا ٧٠ مېلیونه ډالره زیان اړولی وو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button