اسلایدشوافغانستاناقتصاد او پرمختګحکومتخبر

د ۲۶۱ مېګاواټه برېښنا د تولید لپاره هېواد کې د پروژو پیل

دید خبرې آژانس: د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ۲۳٫۷ مېلیارد افغانیو د پانګونې په ارزښت د ۲۶۱ مېګاواټه برېښنا د تولید د پروژو د پیلېدو خبر ورکړی دی.

د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د برېښنا د تولید پروژې عبارت دي له:

. د کابل په سروبي ولسوالۍ کې د ۲۲٫۷ مېګاواټه لمریزې برېښنا پروژه

. د بلخ په دهدادي ولسوالۍ کې د ۴۰ مېګاواټه لمریزې برېښنا پروژه

. په هرات ولایت کې د ۵ مېګاواټه لمریزې برېښنا پروژه

. په لغمان ولایت کې د ۱۰ مېګاواټه لمریزې برېښنا پروژه

. په هرات کې د ۴۳٫۲ مېګاواټه بادي برېښنا پروژه

. د لوګر په محمد آغې ولسوالۍ کې د ۴۰ مېګاواټه لمریزې برېښنا پروژه

. په ننګرهار کې د صنعتي پارکونو لپاره د ۴۰ مېګاواټه لمریزې برېښنا پروژه

. د جوزجان په شبرغان کې د ۵۰ مېګاواټه ګازي برېښنا پروژه

. د کابل په سروبي ولسوالۍ کې د ۱۰ مېګاواټه لمریزې برېښنا پروژه

اخوا، د افغانستان برېښنا شرکت رییس د برېښنا له اړخه د هېواد د اړتیاوو د پوره کېدو لپاره د برېښنا د تولید د نورو پروژو د پیلېدو خبره کوي، عبدالباري عمر زیاتوي په نږدې راتلونکي کې به ځینې دغه پروژې د هېواد له ۷۰ تر ۸۰ ولسوالیو کې عملي شي.

د افغانستان د برېښنار شرکت رییس عبدالباري عمر په دې هکله وايي:«موږ به په نږدې راتلونکې کې د هېواد په شاوخوا ۷۰ تر ۸۰ ولسوالیو کې د برېښنا پروژې داوطلبۍ ته وړاندې کړو، تر څو دغو ټولو ولسوالیو ته برېښنا ورسول شي.»

د اقتصادي چارو ځینې شنونکي له برېښنا شرکت سره د نورو ادارو سره همغږي او همکاري مهمه ګڼي.

د افغانستان برېښنا شرکت پخوانی رییس امان‌الله غالب ویلي :«که‌چیرې برېښنا شرکت غواړي، چې خصوصي سکتور وهڅوي، نو باید له پروژو سره شراکت ولري، او دویم دا چې د مالیې وزارت باید یو مالي صندوق جوړ کړي، چې خصوصي سکټور ته مالي تضمین برابر شي.»

د اقتصادي چارو شنونکی عبدالنصیر رښتیا هم وايي:«برېښنا د بشر له بنسټیزو اړتیاوو شمېرل کېږي؛ پرته له برېښنا او انرژۍ هېڅ برخه کې پرمختګ نه‌شي کېدای. که موږ له خپلو کورنیو سرچینو باوري او کافي برېښنا ولرو، نه‌يوازې د خلکو اړتیاوې پوره کولای شو؛ بلکې د کانونو او کرنې په څېر نورو سکتورونو کې هم لاس‌ته راوړنې لرلی شو.»

د افغانستان د برېښنا شرکت د معلوماتو له مخې، د اسلامي امارت په تېرې څه باندې درې کلنې واکمنۍ کې د شاوخوا ۹۰۰ مېګاواټه برېښنا د تولید لپاره لویې او کوچنۍ پروژې ډیزاین شوې دي.

 افغانستان دم‌ګړۍ دوه نیم تر درې زره مېګاواټه برېښنا ته اړتیا لري؛ خو یوازې ۲۵ سلنه برېښنا له کورنیو سرچینو برابرېږي او نږدې ۷۵ سلنه برېښنا له ګاونډیو هېوادونو لکه ازبیکستان، ترکمنستان او ایرانه واردېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button