اسلایدشوافغانستاناقتصاد او پرمختګحکومتخبر

د څه باندې ۶۵۵ ميلیونه افغانیو په ارزښت؛ ننګرهار کې یو سوداګریز مارکېټ جوړېږي

دید خبرې آژانس: د ننګرهار په مرکز جلال آباد ښار کې د یو سوداګریز او استوګنیز مارکېټ د جوړولو تړون، د مالیې وزارت او یوه خصوصي ساختماني شرکت ترمنځ، نن په کابل کې لاسليک شوی دی.

د مالیې وزارت په استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د ننګرهار د مرکز جلال آباد ښار په دویمه ناحيه کې د صلاح الدین ایوبي مارکېټ د جوړولو تړون د مالیې وزارت د اداري معين مولوي دوست محمد مخلص او د فقیر محمد رحماني ساختماني شرکت د رئيس له لوري لاسليک شو.

د سرچینې د معلوماتو له مخې؛ د صلاح الدین ایوبي سوداګریز او استوګنیز مارکېټ پروژې ټول مساحت چې د خصوصي سکټور او عامه مشارکت پر بنسټ آزادې داوطلبۍ ته وړاندې شوی و، څه باندې اووه زره متره مربع دی چې له دې جملې څخه ۳۳۶۰ متره مربع یې د ودانیزو چارو لپاره په پام کې نیول شوی دی.

د فقیر محمد رحماني ساختماني شرکت د ۶۵۵ میلیونه ۳۴۲ زره افغانیو په پانګونې سره دغه مارکېټ جوړوي، چې ۱۶پوړونه به ولري او لومړی ځمکتلی د موټرو تمځای او له دویم ځمکتلي څخه تر پنځم پوړه پورې سوداګريز او له شپږم پوړه څخه تر لسم پوړه پورې یو برج او همدارنګه له شپږم څخه تر شپاړسم پوړه پورې استوګنیزو اپارتمانونو ته ځانګړی شوی دی.

د یاد مارکېټ د ګټې اخیستو موده به ۱۲ کاله او د جوړولو موده به یې درې کاله وي.

ویل شوي چې د یادې پروژې ۵۵ سلنه ونډه د افغانستان اسلامي امارت او ۴۵ سلنه د خصوصي سکټور ده چې د ګټې اخیستو په موده کې به یې شاوخوا یو میلیارده افغانۍ د افغانستان اسلامي امارت بودجې ته د عاید په بڼه ور زیاتي شي.

هېره دې نه وي چې د صلاح الدین ایوبي مارکېټ به د هېواد یو له لویو سوداګریزو او استوګنیزو مرکزونو څخه وي چې په عصري ډول به جوړ او ګڼ شمېر هېوادوالو ته به په کې کاري فرصتونه رامنځته شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button