اسلایدشونړۍ

مدیدیف:د ټرمپ څرګندونې بې مانا دي

دید خبرې آژانس: د روسیې د امنیت شورا مرستیال، ډیمیټري مدیدیف ویلي، د امریکا د ولسمشر ډانلډ ټرمپ ادعا چې ګواکې امریکا د دویمې نړۍوالې جګړې په بریا کې تر هر بل هېواد ډېر رول درلود، “بې مانا خبرې” دي.

مدیدیف دغه څرګندونې داسې مهال کړي چې مسکو او واشنګټن د اړیکو پياوړتیا او د اوکراین جګړې د پایته رسولو پر لارو چارو کار کوي.

هغه زیاته کړې، دا چې ټرمپ د مې اتمه رسمي رخصتي اعلانوي، سمه ده خو په خبره یې،هغه ادعا یې چې امریکا د بریا تر ټولو لویه ونډه لرله، “منافقانه مزخرفات” دي.

مدیدیف ویلي: «زموږ ملت د فاشیزم د له‌منځه وړلو لپاره خپل ۲۷ میلیونه اولادونه قرباني ورکړه، نو د بریا ورځ زموږ ده او د مې نهمه ده. دا ورځ همداسې وه، همداسې ده او همداسې به وي.”

ټرمپ د تېرې پنجشنبې پر ورځ ویلي و چې: «هیڅ هېواد له موږ سره د ځواک، زړورتیا او پوځي اړخه نشي پرتله کېدای.”  او په خبره یې،”موږ د دویمې نړۍوالې جګړې د بریا په ترلاسه کولو کې تر ټولو زیاته ونډه لرله.”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button