اسلایدشوافغانستانحکومتخبردرملروغتیا

جلالي د تورخم عمري کمپ له روغتیايي خدمتونو لیدنه وکړه

دید خبرې آژانس: د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي تورخم عمري کمپ کې له بېلابېلو روغتیايي برخو او خدمتونو څخه نږدې کتنه کړې ده.

د دغه سفر پر مهال د عامې روغتیا وزیر د یاد کمپ د روغتیايي فعالیتونو ارزونه وکړه، له ډاکټرانو، ناروغانو او مسوولینو سره یې خبرې وکړې او د لا ښه خدمت لپاره یې لازمې سپارښتنې وکړې.

نوموړي د روغتیايي خدمتونو د کیفیت د لوړولو، تجهیزاتو، درملو او بشري ځواک ته د پاملرنې ټینګار وکړ او ژمنه یې وکړه، چې وزارت به د یاد کمپ روغتیایي برخو د لا ښه فعال ساتلو لپاره خپلې هڅې ګړندۍ کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button