اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاست

محمد کریم  خليلي د سولې د عالي شورا رییس شو

محمد کریم خلیلي د رییس جمهور پخوانی معاون او د حزب وحدت اسلامي افغانستان رهبر، د سولې د عالي شورا د مشر په حیث وټاکل شو.

د خبرګزاري دید د ګزارش له مخې، د جمهوري ریاست  ارګ اعلان کړی دی، تېره ورځ (دوشنبه د غبرګولي ۱۵) ښاغلی خلیلي د ولسمشر غني لخوا د سولې د عالي شورا د رییس په حیث وټاکل شو.

تر اوسه ښاغلی خلیلي ددې شورا معاون و .

تردې مخکې ښاغلي برهان الدین رباني، صلاح الدین رباني او پیر سید احمد ګیلاني هر یوه د یو څه مودې لپاره ددې بنسټ مشري پر غاړه درلوده.

تر ښاغلي خلیلي مخکې، پیر سید احمد ګیلاني ددې شورا مشر و او هغه څو میاشتې مخکې ومړ.

دا په داسې حال  کې ده، چې ډېری د سولې عالي شورا هغه بنسټ ګڼي، چې په هېواد کې سولې راوستو ته یې کوم اغېزمن ګام پورته کړی نه دی.

د سولې عالي شورا له ۶۸ غړیو جوړه ده، چې ۸ یې مېرمنې دي . دا شورا له ۸ کالو را په دې خوا په هېواد سولې راوستو ته جوړه شوې ده.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا