دید خبرې آژانس: د ازبیکستان هېواد د کرنې وزارت مرستیال ابدوذوکروف جمشید په مشرۍ يوه پلاوي د بلخ له والي محمدیوسف وفا سره وکتل.

په دې کتنه کې د ازبکستان هیواد د اوبو او انرژۍ وزارت مرستیال قرشیوف رستم، د کرنیز صنعت د پراختیا د ادارې مرستیال پیرمنوف اتاجان او یوشمېر نورو تخنیکي مسوولینو شتون درلود.
په غونډه کې همدارنګه د افغانستان د اوبو او انرژې وزارت مرستیال مجیب الرحمن عمر اخندزاده، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د غله جاتو رئیس مولوي مصباح الله مستعین او یو شمېر نورو مسؤلینو ترمنځ ګډون درلود.

په غونډه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د کرنې د پراختیا، په دې برخه کې پانګونې، د افغانستان مېوو ته په نړیوال مارکیټ کې بازار موندنې، د کرنیزو اموالو پر وارداتو او صادراتو، د امو سیند پر تحکیماتو، میوه جاتو او سبزیجاتو لپاره معیاري لابراتوار او معیاري پروسس خونه، د میوه جاتو او سبزیجاتو معیاري دوا پاشي او د سوداګرو د ستونزو او حل اړوند موضوعاتو باندي بحث او خبرې وشوې.
د ازبیکستان د کرنې وزارت مرستیال ابدوذوکروف جمشید وویل چې افغانستان ته یې د سفر موخه دا ده، چې د کرنې د پراختیا، د کرنې په برخه کې د پانګونې، د افغانستان د تازه میوو لپاره نړیوال بازار موندنه، د امو سیند د تحکیماتو، د سبزیجاتو او میوه جاتو دوا پاشي « پومیګیشن »، او نورو اقتصادي برخو اړوند هوکړه لیکونو لاسلیکول دي.
په ورته وخت کې د بلخ ولایت والي محمدیوسف وفا په دغه کتنه کې له ازبیکستاني لوري څخه مننه کړې، چې هر وخت یې د افغانانو لاسنیوی کړی دی.
هغه همدارنګه غوښتنه وکړه، چې ازبیکستانی لوری باید د امو سنید تحکمیاتو په برخه کې پوره همکاري وکړي، ځکه د دې اوبو د تخریباتو له کبله د خلکو ځمکې ورځ تر بلې د له منځه تلو په حال کې دي.