اسلایدشوافغانستانحکومتخبرسیمه

ثاني له بیکدلي سره کتلي

دید خبرې آژانس: د اسلامی امارت د ټولګټو وزیر ملا محمد عیسی ثاني، په کابل کې د ایران له سفیر علي رضا بیکدلي سره کتلي دي.

په دې کتنه کې د ابونصر فراهي میل ۷۸سړک د پاتې برخو د بشپړېدو، د میلک دویم پُل د رغولو، د خواف – هرات اوسپنې پټلۍ له مسیر څخه د انتقالاتو پر زیاتوالي، د دوه اړخیزو او درې اړخیزو هوکړه لیکونو د لاسلیک کولو، د افغانستان په زیربنایي پروژو په ځانګړې توګه د اوسپنې پټلۍ په برخه کې د ایراني شرکتونو د پانګونې لېوالتیا او د ایران له لوري د افغانستان د اوسپنې پټلۍ د کارکوونکو د ظرفیت لوړولو پروګرامونو په اړه خبرې شوې دي.

د ټولګټو وزارت د رسنیز دفتر د معلوماتو له مخې؛ په دې کتنه کې د ایران سفیر ویلي دي: «موږ د ابونصر فراهي میل ۷۸ سړک د پاتې برخو او د خواف – هرات اوسپنې پټلۍ له مسیر څخه لیدنه وکړه او ایران ته د سفر په ترڅ کې د ابونصر فراهي میل ۷۸ سړک د بشپړېدو لپاره ۱۰میلیونه یورو ځانګړې شوې».

هغه زیاته کړې چې د یاد سړک چارې به د روان کال تر پای پورې بشپړې شي.

دغه راز د ټولګټو وزیر، د ایران د همکاریو په مننې سره، ویلي چې د ابونصر فراهي میل ۷۸سړک د پاتې برخو بشپړېدل د افغانستان اسلامي امارت د اقتصادي پلان له لومړيتوبونو څخه دي او ټولګټو وزارت غواړي چې د دواړو هېوادونو د خلکو او سوداګرو د ستونزو د حل په موخه د یاد سړک د پاتې برخو رغولو کار ډېر ژر بشپړ شي.

د کتنې په پای کې، دواړو لوریو د افغانستان او ایران ترمنځ د اقتصادي اړیکو، سوداګریزې راکړې ورکړې او د زېربنایي پروژو په برخه کې پر همکارۍ ټینګار کړی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button