اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهټولنه

پر کرونا ویروس ۲۸ اخته کسانو ایران ته د سفر تاریخچه نه‌لري

د کرونا ویروس د ۸۰۰ شکمنو سمپلونو له ډلې، چې تر اوسه په مرکزي او د هرات ولایت په لابراتوارونو کې تر ازموینې لاندې نیول شوي، ۸۰ سمپلونه یې مثبت پېژندل شوي دي. د دغو پېښو ډېرۍ برخه په هرات ولایت پورې اړه لري.

د کرونا ویروس د ۸۰۰ شکمنو سمپلونو له ډلې، چې تر اوسه په مرکزي او د هرات ولایت په لابراتوارونو کې تر ازموینې لاندې نیول شوي، ۸۰ سمپلونه یې مثبت پېژندل شوي دي. د دغو پېښو ډېرۍ برخه په هرات ولایت پورې اړه لري.
د دید خبری آژانس په رپوت، ۵ تنه روغتیایي کارکوونکي هم د هغو کسانو په ډله کې دي چې کرونا ویروس پکې مثبت پېژندل شوی دی. د دغو روغتیایي کارکوونکو یو تن په کندهار او ۴ تنه یې په هرات ولایت کې تر څارنې لاندې دي.
د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو د وړاندې کولو مرستیال، ډاکټر فدا محمد پیکان، چې د کرونا ویروس په اړه یې، د عامې روغتیا وزارت د ورځنیو کنفرانسونو پر دوام، د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې خبرې کولې، زیاته کړه: د هېواد په کچه د کرونا پر ویروس د ۸۰ اخته کسانو له ډلې، ۲۸ تنه یې ایران او یا چین ته د سفر تاریخچه نه‌لري او دغه ویروس په ټولنه کې له کوم کس څخه هغوی ته سرایت کړی دی.
د هغو کسانو ډېری شمېر، چې له ټولنې څخه کرونا ویروس ورته رسېدلی، په هرات ولایت پورې اړه لري.
هغه وویل، د کرونا ویروس ۸۰ مثبتې پېښې چې تر اوسه تشخیص شوي، د هغو سمپلونه د هېواد له ۲۹ ولایتونو څخه د عامې روغتیا وزارت لابراتورونو ته د تشخیص په موخه رسېدلي دي.
ښاغلي پیکان وویل چې د هرات، فراه او زرنج ښارونو اوسېدونکو، په دغو ښارونو کې د کرونا ویروس له خپرېدو څخه د مخنیوي په موخه د ورځې ګرځبندیزونه مراعت کړي دي.
هغه د کابل ښار د یو زیات شمېر ښاریانو لخوا د عامې روغتیا وزارت د پیغامونو او سپارښتونو د مراعتولو په برخه کې د هغوي له همکارۍ څخه خوښي وښوده او یو یځل بیا یې له خلکو څخه وغوښتل، چې د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره د عامې روغتیا وزارت پر سپارښتنو عمل وکړي او که ډېره اړتیا نه وي له کورونو څخه دې بهر نه وځي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا