اسلایدشوافغانستاناقتصاد او پرمختګحکومتخبر

د لومړۍ ځل لپاره د ۵۰۰ میلیونه ډالرو په لګښت؛ بلخ کې د نفتي توکو د استخراج کارخونه جوړېږي

دید خبرې آژانس: په بلخ ولايت کې د روسیې هېواد یو شمېر سوداګرو د انتیکو ګروپ پراختيايي افغاني شرکت په ګډه همغږۍ د ۵۰۰ میلیونه ډالرو په لګښت د نفتي موادو استخراج کارخونې جوړولو ته لیوالتیا ښودلې چې د نوموړو موخه په افغانستان کې میشتو اوسېدونکو ته د کارموندنې او اقتصادي برخو پیاوړي کول او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ښو اړیکو پالل ښودل شوي دي.

د بلخ مرستیال والي مولوي نورالهادي اوبو ادریس د روسیې هېواد یو شمېر سوداګرو رستم جبار، آرتورحسین بیګوف سرګي ګافریلوف سره په خپل کاري دفتر کې وکتل او پرمهال یې د بلخ ولایت د صنعت او سوداګرۍ رییس قاري امیرمحمد متقي هم برخه اخیستې وه.

نوموړي په داسې حال کې چې نوموړو ته د ښه راغلاست ويلو سربېره ټولو اړوندو سکټوري اداراتو سره په ګډه همغږۍ د هر ډول همکاریو ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه، چې افغانستان له ټولو هېوادونو سره ښې اقتصادي اړیکې لري او هڅه به وشي چې دغه اقتصادي اړیکې لا ټینګښت ومومي.

په ورته وخت کې له روسیې هېواد څخه راغلو سوداګرو وویل، چې موږ غواړو په یاد ولایت کې له یوې منظمې سروې وروسته د ۵۰۰ میلیونه ډالرو په لګښت د نفتي توکو د استخراج په برخو کې کارخونه جوړکړو چې په همدې موخه دغه ولایت د جغرافیايي او استراتيژیک واقعیت په درلودلو سره مناسب ځای ګنل کېږي.

د یادونې وړده، چې څه موده وړاندې هم د چیني او افغاني پانګوالو له خوا د ۱۰۰ میلیونه ډالرو په لګښت د سمنټو یوې کارخونې ته لېوالتیا ښودلې وه چې په همدې موخه یاد ولایت کې به سلګونه ځوانانو ته د کارزمینه برابره شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button