اسلایدشوافغانستانحکومتخبرسیاسي

امنیت شورا امیرخان متقي ته یوې اوونۍ معافیت ورکړی

دید خبرې آژانس: د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د سفر د یوې اوونۍ له معافیته خبر ورکړی دی.

د امنیت شورا د بندیزونو کمېټې په یوې بیانیه کې ویلي، چې د قطري چارواکو د لیدو لپاره د امیرخان متقي سفر د اپرېل له ۲۷مې د ۲۰۲۵ کال د مۍ تر ۴مې نېټې منظور شوی دی.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په بیانیه کې راغلي:«د اپرېل میاشتې پر ۲۵مه د ملګرو ملتونو امنیت شورا د بندیزونو کمېټه، چې د ۱۹۸۸ کال پرېکړه‌لیک پر بنسټ جوړه شوې، د امیرخان متقي پر سفرونو د بندیز معافیت د اپرېل میاشتې له ۲۷مې نېټې، د مۍ میاشتې تر څلورمې نېټې پورې په دوحه کې له قطري چارواکو سره د لیدنو لپاره تصویب کړ.»

په همدې حال کې بیا د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د بهرنیو اړیکو مسوول ضیا احمد تکل طلوع‌نیوز ته منلې، چې امیرخان متقي به د یوه پلاوي په مشرۍ له دوه اړخیزو اړیکو پیاوړتیا او نورو مسایلو لپاره دوحې ته سفر وکړي.

قطر د افغانستان په تحولات کې له فعالو هېوادونو دی، چې د افغانستان د سولې مذاکراتو کوربتوب یې کړی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button