اسلایدشوافغانستانحکومتخبر

مسوولین: د هرات سیلو له جدي ستونزو سره مخ ده

دید خبرې آژانس: د هرات د سیلو مسوولین وايي، د ډوډۍ پخولو څانګې تر بندېدو وروسته، دغه سیلو له جدي ستونزو سره مخ ده.

د مسوولینو په خبره، تر دې وړاندې د هرات سیلو ۱۷۰ کارکوونکو شاوخوا شل زره ډوډۍ تولیدولې خو دا مهال یې د ډوډۍ څانګې له بندېدو سره د کارکوونکو شمېر ۱۲ تنو ته راکم شوی دی.

د هرات د سیلو رییس، احمد ثابت و ویل: «په سیلو کې دوه کارونه ترسره کیږي چې پکې نانوايي او د غنمو زېرمه کول شامل دي. زموږ د غنمو زېرمه هم کمه ده او د نانوايي په برخه کې مو تر يو کال مخکې د هرات له حوزوي روغتون سره قرارداد درلود خو دا قرارداد خصوصي سکټور له موږ اخیستی او دا مهال هیڅ قرارداد نه لرو.»

د هرات د سیلو ریاست د کنټرول مدیر، عماد حسیني و ویل: «لومړی دې مرکزي او بیا دې سیمه ییز چارواکي زموږ ملاتړ وکړي. که سیمه ییز چارواکي زموږ ملاتړ ونه کړي، موږ په پښو نشو درېدلی او اداره فلج کیږي . اوس موږ نږدې فلج یو. زموږ دنده د غنمو زېرمه کول او ډوډۍ پخول دي خو دا مهال له موږ سره هیڅ پوځي یا ملکي قرارداد نشته.»

د هرات سیلو چې څه باندې نیمه پېړۍ وړاندې جوړه شوې، ډېری وسایل یې زاړه او له کاره لوېدلي دي.

د هرات سیلو د غله جاتو مدیر، فرهاد مجاهد زاده و ویل: «موږ ډېرې تخنیکي ستونزې لرو او له اسلامي امارته غواړو چې د سیلو ستونزو ته، چې د هېواد د غنمو زېرمه ده، رسېدنه وکړي.»

د سیلو کارکوونکي، غلام محمد امیري و ویل: «سیلو ستونزې لري. ماشينونه او وسايل یې زاړه دي.»

خو د هرات سیمه‌ییز مسوولین وايي، تر دې وروسته به د ملکي او پوځي ادارو د وچې ډوډۍ قراردادونه د دغه ولایت له سیلو سره وکړي.

د هرات د والي ویاند، محمد یوسف سعیدي و ویل: «د هرات سیمه ییزه اداره د سیلو د لا پیاوړتیا او ښې کارونې په موخه یو لړ پروګرامونه په پام کې لري، څو په راتلونکي کې هم د هرات د سیلو کارونه اغېزناک وي.»

هېواد کې په ټوله کې د کابل، بلخ، هرات، کندهار او بغلان پنځه سیلوګانې فعالیت کوي.

دغه سیلوګانې د غنمو او اوړو زېرمه کولو، ژرندې او د ډوډۍ، کیک او کلچو پخولو په درې برخو کې فعالیت کوي.

دا مهال په ډېری دغو سیلوګانو کې یوازې غنم زېرمه کیږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button