دید خبرې آژانس: د هلمند ولایت د نفتو او ګازو دولتي شرکت له لوري مرکز لښکرګاه ښار کې د مرکزي امارتي پمپ د رغولو چارې پیل شوې دي.

په دې موخه جوړو شویو مراسمو کې د نفتو او ګازو عمومي مديرمولوي سید نیک محمد معتصم وویل چې دغه پروژه د اسلامي امارت د نفتو او ګازو مرکزي شرکت په مالي ملاتړ د ۱۰ میلیونه ۴۲ زره ۷۶۲ افغانیو په لګښت پیل شوي، چې شاوخوا ۳ میاشتو کې به یې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
نوموړي زیاته کړه په دې پروژه کي د تېلو د پمپ کارکوونکو د اوسېدو لپاره نوې ودانۍ، د موټر وینځلو ځای، شل دوکانونه، یو جومات او سوپر مارکېټ جوړول هم شامل دي.
هغه دغه راز زیاته کړې چې د یادې پروژې په پلې کېدو سره د سیمې لسګونو کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.