دید خبرې آژانس: د بلخ ولايت په نهر شاهي ولسوالۍ کې د راستنو شويو هېوادوالو لپاره د مولانا جلال الدين محمد بلخي په نوم ښارګوټی پرانیستل شو.

د بلخ ولايت په نهر شاهي ولسوالۍ کې د راستنو شويو هېوادوالو لپاره د مولانا جلال الدین محمد بلخي په نوم ښارګوټی نن د د رياستالوزراء اداري مرستیال او د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون د مشر مولوي عبدالسلام حنفي، د کور او ښارجوړولو وزارت وزیر شیخ حمدالله نعماني، د بلخ والي ملا محمد يوسف وفا، ځايي چارواکو سپينږیرو او راستانه شويو هېوادوالو په شتون کې پرانستل شو.
د رياستالوزراء اداري مرستیال د یاد ښارګوټي د پرانیستې په مراسمو کې وویل:« د خوښۍ ځای دی، چې نن په هېواد کې اسلامي نظام حاکم دی او د هېواد هر وګړی کولای شي، چې خپلو اسلامي او انساني حقوقو ته لاسرسی ولري».
حنفي زیاته کړه، چې له ځینو ګاونډيو هېوادونو څخه د ټولو اسلامي او نړیوالو قوانينو پر خلاف مېشت افغانان په زور او جبر اېستل کېږي، چې په وینا یې د شرم وړ خبره ده.
په ورته وخت کې د کور او ښارجوړولو وزیر مولوي حمدالله نعماني وویل چې په بلخ ولايت کې د کډوالو لپاره د مولانا جلال الدين محمد بلخي ښارګوټي په نوم ۳ زره ۱۰۰جريبه ځمکه، چې په کې د ۳ زره ۱۵۰ نومرې ځای پر ځای شوي دي؛ راستانه شويو هېوادوالو ته ويشل کېږي.
په همدې حال کې د بلخ والي په یادو مراسمو کې ډاډ ورکړ، چې په دغه ښارګوټي کې د شته کډوالو لپاره به ټول امکانات برابر کړي او ترخپل توان پورې ورسره مرستې وکړي.
د یادونې وړ ده، چې پرون په کندز ولایت کې هم د راستنېدونکو هېوادوالو لپاره ورته ښارګوټي پرانیستل شوی وو.