اسلایدشوافغانستانحکومتخبرسیاسي

د افغانستان او قزاقستان پر دوه اړخيزو سياسي او اقتصادي اړیکو خبرې وشوې

دید خبرې آژانس: د هېواد د بهرنيو چارو وزير مولوي امير خان متقي، د قزاقستان جمهوريت د لومړي وزير له مرستيال «سريک ژومانګارين» سره کتلي دي.

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند دفتر د معلوماتو له مخې؛ په دې کتنه کې پر دوو اړخيزو سياسي او اقتصادي اړيکو، په ځانګړې توګه د پانګونې، سوداګرۍ، ټرانزيټ او ټرانسپورټ په اړه خبرې شوې دي.

مولوي امير خان متقي له قزاقستان سره د افغانستان اسلامي امارت اړيکې مثبتې ارزولې او په تېرو درې نيمو کلونو کې يې په دوو اړخيزو اړيکو کې پرمختګونه د ستاينې وړ بللي دي.

هغه ډاډ ورکړی چې اسلامي امارت لېواله دی چې له قزاق لوري سره په سياسي، ټرانسپورټي او ټرانزيټي برخو کې اړيکې لا پراخې کړي.

متقي همدا راز د تجارتي اړیکو د پراختیا او د سوداګرۍ د ودې لپاره له قراقستاني پلاوي څخه غوښتي چې د ویزو په ورکړه کې دې زیادت او آسانتیا رامنځته شي.

د بهرنيو چارو وزير د اوسپنې پټلۍ په برخه کې د قزاقستان پانګونه ګټوره بللې او هيله يې څرګنده کړې چې دواړه هېوادونه وکولای شي په سيمه‌ييز اتصال کې مؤثر رول ولوبوي.

مولوي امير خان متقي وړانديز کړی چې افغانستان او قزاقستان په ګډه د سيمې له نورو هېوادونو سره په همغږۍ د ټرانزيټ په لاره کې د پرتو خنډونو د لرې کولو لپاره کار وکړي.

د قزاقستان د لومړي وزير مرستيال، هم افغانستان په سيمه کې د قزاقستان لپاره مهم او نه بېلېدونکی شريک بللی او ویلي یې دي چې هېواد يې تل له افغانستان سره په سياسي او اقتصادي برخو کې اړيکې ساتلې دي.

ژومانګارين د خپل سفر موخه، په کابل کې د قزاقي توکو د نندارتون ترڅنګ، د افغانستان د اوسپنې پټلۍ په برخه کې د تورغنډۍ – هرات اوسپنې پټلۍ پر ليکه د ۵۰۰ میلیونه ډالرو په کچه پانګونه یاده هم کړې ده.

هغه څرګنده کړې چې هېواد يې غواړي په هرات کې د ټرانسپورټ او لوجسټيک مرکز جوړ کړي.

د کتنې په پای کې، دواړو لوریو د ورته سفرونو او ناستو پر زیاتوالي ټینګار کړی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button