دید خبرې آژانس: د اسلامی امارت د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت او یوناما په ګډه مشرۍ د اسلامي امارت د اړوندو ادارو او د یوناما سربــــېره په کابل کې د فعالو نړیوالو بنسټونو تر منځ د افغان کډوالو او کورنیو بېځایه شويو د ستونزو او هغوی ته د حللارو په اړه تخنیکي غونډه ترسره شوه.

په رارسېدلې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې غونډه کې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر ويلي چې د تېرو څو لسیزو کې د جګړو له امله میلیونونه افغانان بېځایه شوي او یا کډوالۍ ته اړ شوي دي.
مولوي عبدالکبير، په جبري ډول له پاکستان څخه د افغان کډوالو پر ایستلو نیوکه کړې او له کډوالو سره یې زور زیاتی له زغم لرې یاد کړی چې د دواړو ملتونو تر منځ د کرکې پیدا کولو سبب ګرځي.
هغه د اسلامي امارت له ادارو سره په همغږۍ د نړیوالو ادارو لهخوا مرستې د کډوالو او بېځایه شويو د ستونزو حل په برخه کې اغېزمنې بللې او ټينګار يې کړی چې مرستندویه بنسټونه دې خپلې مرستې په افغانستان کې راستانه شويو او کورنیو بېځایه شویو ته متمرکزې کړي.
مولوي عبدالکبير، په ټولنه کې د کډوالو پر ادغام، هغوی ته د اسانتیاوو برابرولو او د ستونزو حل لپاره د نړیوالو مرسته اړینه بللې او راستنېدونکو هېوادوالو ته یې د د ایمي سرپنا رغولو په برخه کې د نړیوالو سازمانونو د مرستو غوښتنه کړې ده.
همدا رنګه، په کابل کې د یوناما مرستیال اندریکا راټواټه، په تېر او روان کال کې د یوناما او د ملګرو ملتو سازمان د نورو بنسټونو لخوا له کډوالو سره د مرستې جزئیات له ګډونوالو سره شریک کړي.
راټواټه زیاته کړې چې د ۲۰۲۳ زيږديز کال له وروستیو څخه تر اوسه پورې شاوخوا ۸۰۰ زره کډوال له پاکستان څخه راستانه شوي او دغه راز د ملګرو ملتو سازمان او نورو اړوندو ادارو لخوا تېر زېږدیز کال ۱۸۳ میلیونه ډالر په بشري مرستو کې لګول شوي دي.
د غونډې په دوام، د ملګرو ملتو سازمان د اړوندو ادارو سربـــــېره، د يو شمېر نورو نړیوالو بشري بنسټونو استازو خپل پلانونه او فعاليتونه شریک کړي دي.
د غونډې په پای کې، د عامې روغتیا، اقتصاد، کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ، پوهنې، ښار او کور جوړولو، د کلیو د بیا رغونې او پراختيا او کار او ټولنیزو چارو د وزارتونو، افغانې سرې میاشتې، له طبیعې پېښو سره د مبارزې د چمتووالي ملي ادارې او د احصایې او معلوماتو ملي ادارې استازو د راستنېدونکو هېوادوالو لپاره شوي خدمات شریک کړي او له نړیوالو بنسټونو سره یې پر همغږۍ د ټینګار ترڅنګ، د خپلو پلانونو په اړه معلومات ورکړي دي.