اکباسوف او ثانی د رېل پټلۍ او پانګونې برخو کې د همکارۍ پر پراختیا ټينګار کړی
دید خبرې آژانس: کابل کې د قزاقستان سفیر ګازیر اکباسوف، د ټولګټو وزارت له سرپرست محمد عیسی ثاني سره کتلي دي.

په دغې کتنه کې، دواړو لورو، د اقتصادي، سوداګري اړیکو او په بېخبنايي پروژو او د رېل پټلۍ برخه کې د پانګونې په اړه خبرې کړې دي.
د یاد وزارت ویاند محمد اشرف حقشناس ویلي، چې په دغې کتنه کې ښاغلي ثاني افغانستان کې د رېل پټلۍ په برخه کې د بېلابېلو پروژو اجرا ته په نغوتې سره ویلي، چې دمګړۍ په دې برخه کې پانګونې ته ښه فرصتونه رامنځته شوي دي.
ښاغلي حقشناس په دې هکله وویل:«په دې ناستې کې دواړو خواوو افغانستان ته د سوداګریزو مالونو د لېږد، د افغانستان له لارې نورو هېوادونو ته د سوداګریزو مالونو د ټرانزیټ زیاتوالي او په افغانستان کې د قزاقستاني شرکتونو لخوا د بنسټیزو پروژو په ځانګړې توګه د رېل پټلۍ په اړه هر اړخیزې خبرې کړې دي.»
ورته مهال بیا د بهرنیو چارو وزارت «د افغانستان او قزاقستان په اړیکو کې نويو رامنځته شويو فرصتونو» تر عنوان لاندې غونډه کړې، چې پهکې د دواړو هېوادونو د اړیکو پیاوړتیا او نویو رامنځته شویو فرصتونو په اړه خبرې شوې دي.
د قزاقستان د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز رییس ایرکین توکوموف د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو نوي فصل ته په نغوتې سره ویلي، چې په نږدې راتلونکي کې به د دغه هېواد یو لوړ پوړی پلاوی کابل ته سفر وکړي.
تر دې وړاندې د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي وو، چې له قزاقستان سره هوکړې ته رسېدلي، ترڅو د کابل او استانې ترمنځ د سوداګرۍ کچه په کلنۍ توګه درې مېلیارد ډالرو ته لوړه کړي.