دید خبرې آژانس: د پنجشېر سیمه ییز مسوولین وایي، تېرو دوو اونیو کې شاوخوا ۴۰ زره کورنيو او بهرنيو سېلانیانو له دغه ولایته لیدنه کړې ده.

د پنجشېر والي ویلی، دغه ولایت کې یې سېلانیانو ته ډېرې اسانتیاوې برابرې کړې دي.
د پنجشير والي، محمد اغا حکیم و ویل: «پنجشېر ته د راتلونکو سېلانیانو لپاره سل سلنې چمتووالی نیول شوی. ټول افغانان کولای شي په یوه امن چاپېریال کې پنجشېر ته راشي او خوند ترې واخلي.»
پنجشير ته ورغلي ځینې کورني سېلانیان بيا له مسوولينو غواړي چې تفريحي سيمو کې د اسانتیاو زياتوالي ته پام وکړي.
پسرلی د ګرځندوی لپاره مناسب موسم دی او هېواد کې ډاډمن امنیت ته په پام په وروستیو کلونو کې د ګرځندوی صنعت غوړېدلی دی.