اسلایدشوافغانستاناقتصاد او پرمختګ

افغان دولتي پلاوي د پاکستان هېواد د دولت له وزیر سره کتلي

دید خبرې آژانس: د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ د وزیر نورالدین عزیزي په مشری پلاوي د پاکستان د کورنیو چارو وزارت معین محمد خرم اغا او په کورنیو چارو کې د هغه هېواد د دولت له وزیر طلال چوهدري سره کتلي.

په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې په دغه لیدنه کې د سوداګرۍ، ټرانزیټ او افغان ګډوالو په اړه خبرې شوې دي.

د سرچينې د مالوماتو له مخې نورالدين عزیزي د سوداګرۍ او ټرانزیټ په اړه د خبرو ترڅنګ ويلي؛ اسلامي امارت غواړي، چې د کډوالو اخراج او عودت باید په باعزته ډول ترسره شي.

همدارنګه د کډوالو او بېرته ستنېدونکو چارو وزارت معین شیخ کلیم الرحمن فاني هم په دغه کتنه کې د کډوالو پر باعزته عودت باندې د ټینګار ترڅنګ ويلي چې په دې اړه باید د دواړو هېوادونو او نړيوالو ادارو ترمنځ د لوړې کچې یوه ګډه کمېټه جوړه شي، څو د کډوالو ستونزو ته په ګډه رسېدنه وشي.

په همدې حال کې طلال چوهدري ويلي چې غیرقانوني کډوال پاکستان لپاره هم یوه مسئله ده، چې غواړي حل شي.

د نوموړي په وینا په ٢٠٢٣ کې پاکستان د ټولو هېوادونو لپاره د یو سند رژیم پالیسي اعلان کړه، چې پر بنسټ یې هرڅوک چې پاکستان ته راځي راتلای شي خو باید قانوني اسناد ولري.

د هغه په وینا افغان کډوال لاهم میلمانه دي، او هڅه کیږي چې د میلمنو په بڼه بېرته ستانه شي.

لیدنه کې د کډوالو په اړه د دواړو هېوادونو ترمنځ په لویه کچه راتلونکو لیدنو کې پر تفصیلي بحث ټینګار شوی.

دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان حکومت په تېرو څو ورځو کې زرګونه کورنۍ افغان کډوال په جبري توګه افغانستان ته را شړلي دي.

Back to top button