دید خبرې آژانس: د اسلامي امارت سرپرست سفیر د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال وزیر سره د ډیپلوماټیکو اړیکو د پراختیا، د افغان بندیانو د لېږد د اسانتیا او افغانانو لپاره د ویزو د صادرولو په اړه خبرې وکړې.

په ترکیه کې د اسلامي امارت د سفارت سرپرست د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال سره د ډیپلوماټیکو اړیکو د پراختیا او دوه اړخیزو همکاریو په تړاو خبرې وکړې.
په دغه کتنه کې محمد زبیر ودان په ترکیه کې د افغان بندیانو د لېږد او د وېزو د صادرولو د بهیر پر اسانتیا ټینګار وکړ.
دواړو خواو د سوداګرۍ، ټرانزیټ او کلتور په برخو کې د افغانستان او ترکیې ترمنځ د ګډ کمیسیون د جوړېدو په تړاو هم خبرې وکړې.
د اسلامي امارت ویاند وايي، دا مهال د کابل او انقرې ترمنځ اړیکې د ښه کېدو په حال کې دي.
د اسلامي امارت ویاند، ذبیح الله مجاهد په دې اړه وايي:”د افغانستان او ترکیې اړیکې ډېرې ښې دي. دواړو لورو په لوړه کچه لیده کاته درلوده او همدا راز د باور او اعتماد فضا رامنځته شوې ده. د سفارت مسله هم په کار کې ده او په نږدې راتلونکي کې به حل شي.”
که څه هم د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته، له اروپايي هېوادونو او اروپايي ټولنې سره د سرپرست حکومت اړیکې ډېرې نه دي پراخې شوې، خو د سیاسي چارو شنونکي وايي چې ترکیه له اروپايي هېوادونو سره د افغانستان د اړیکو په پراختیا کې مهم رول لوبوي.
تر دې وړاندې په کابل کې د ترکیې سفیر ویلي وو، چې هېواد یې هڅه کوي له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې همکاري وکړي.
د ترکیې سفیر جنک اونال ټینګار کړی چې د افغانستان او ترکیې اړیکې تل د دواړو هېوادونو د سولې او ټيکاو پر ملاتړ ولاړې وې.