دید خبرې آژانس: د روسیې هیواد له تور نوملړه د اسلامي امارت د نوم ایستلو غبرګونونه راپارولي دي.

د روسیې د سترې محکمې له لوري د ممنوعه سازمانونو له نوملړه د طالبانو د نوم له لرې کولو وروسته، د افغانستان لپاره د دغه هېواد ځانګړي استازي ویلي، دا اقدام به د سرپرست حکومت سره د رسمي اړیکو د پراختیا په لاره کې شته حقوقي خنډونه له منځه یوسي.
د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی، ضمیر کابلوف وايي: «دا پرېکړه د روسیې د فډراسیون د ټولو دولتي بنسټونو لپاره یو مهم ګام ګڼل کېږي. اوس یو لوی حقوقي خنډ چې له افغانستان سره د سیاسي، اقتصادي او نورو رسمي همکاریو د پراخېدو پر وړاندې موجود و، له منځه تللی دی. موږ دلته نه تم کېږو، نور ګامونه هم اخیستل کېدونکي دي.»
کابلوف دغه راز خبر ورکړ چې ټاکل شوې د مې میاشتې په نیمایي کې د کازان د نړۍوال کنفرانس په څنډه کې، د افغانستان او روسیې ترمنځ یوه لویه اقتصادي غونډه جوړه شي.
د هغه په وینا، په دې غونډه کې به د روسیې د لومړي وزیر مرستیال د روسي پلاوي مشري کوي، او له بلې خوا به په دې غونډه کې د افغانستان د سرپرست حکومت یو جګپوړی پلاوی هم حضور ولري.
ښاغلي کابلوف زیاته کړه: «د می میاشتې په نیمایي کې به د افغانستان او روسیې د سوداګریزو پلاوو ترمنځ یوه لویه غونډه په کازان کې ترسره شي، چې تمه کیږي د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو د لا پیاوړتیا لامل شي.»
بل پلو، ملګرو ملتونو د روسیې دا پرېکړه یوه خپلواکه کورنۍ پریکړه بللې او ټینګار یې کړی چې دا بدلون به د ملګرو ملتونو په کچه د “طالبانو” په وضعیت کې کوم بدلون رانه ولي.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفن دوجاریک وویل:«دا د روسیې فډراسیون له خوا یوه خپلواکه پرېکړه ده، خو د طا-لبانو په اړه د ملګرو ملتونو دریځ لا هم نه دی بدل شوی او د غړو هېوادونو د پرېکړو پربنسټ به دوام ومومي.»
له دې سره هممهاله، د روسیې د بهرنیو چارو وزارت هم څرګنده کړې چې دا اقدام د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له لوري پر طا-لبانو او اړوندو کسانو او بنسټونو لګول شویو بندیزونو ته د مسکو ژمنتیا نه اغېزمنوي.
بل خوا، د اسلامي امارت ویاند د روسیې پرېکړه د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو لپاره یو مهم ګام بللی دی.
د اسلامي امارت ویاند، ذبیح الله مجاهد ویلي: «موږ دا ګام ډېر مهم ارزوو. د افغانستان او روسیې ترمنځ اړیکې به په اقتصادي او سیاسي برخو کې خامخا پراختیا ومومي. د روسیې ولسمشر د افغانستان په تړاو سمه تګلاره غوره کړې ده.»
د یادونې ده چې پرون د روسیې سترې محکمې د دغه هېواد د لویې څارنوالۍ په غوښتنه، له ۲۲ کلونو وروسته د ممنوعه ډلو له نوملړه د طالبانو نوم لېرې کړ. دا اقدام د مسکو له لوري د سرپرست حکومت پر وړاندې د رسمي دریځ د بدلون نښه بلل کېږي.