دید خبرې آژانس: چمن کې د ملتپالو ګوندونو غړي وایي، نور د دې وخت را رسېدلی چې له پاکستانه خپل حق واخلو.

دوی چمن ښارګوټي کې د پرلت پر مهال ادعا کړې چې پاکستان پښتانه او بلوڅان له خپلو شتمنیو بې برخې کوي.
د دوی په خبره، که پاکستان خپله تګلاره بدله نه کړي خپله لار به ترې جلا کړي.
بلوچستان کې د عوامي نشنل ګوند ایالتي رییس، اصغر خان اڅکزي و ویل: «یا به موږ د خپل حق مالکوي کنه نور د پنجاب باداري نه منو، زموږ خبرې دلته رسېدلي دي. اوس خو پښتانه په خپله خاوره بلوچستان کې له خپلو حقونو بې برخې کړې دي.»
بلوچستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي، مجيد کاکړ و ویل: «دوی پر سوله یيزو لاريونونو باور نه لري، نو باید یو ملي پاڅون او لښکر جوړ شي او له دې لاري افغانان او بلوڅان له روانو ظلمونو وژغوو او خپل حق ترلاسه کړو.»
د سياسي ګوندونو استازو د چمن – سپين بولدک پر دروازې د پاسپورټ او ویزې د الزامي کېدو پرېکړه هم د افغانانو د جلا کولو یوه ناکامه هڅه وبلله.
بلوچستان کې د عوامي نشنل ګوند غړي، نصرالله خان زیري و ویل: «موږ پر ډېورنډ کرښه پاسپورټ نه منو او باید تګ راتګ پر تذکره او شناختي کارت شي او موږ په دې برخه کې هيڅ پرېکړه نه منو.»
د چمن پرلت غړي، محمد ولي و ویل: «پاکستان که رښتیا هم له خپل هېواد کډوال باسي لومړی باید هندي کډوال وباسي، له هغه وروسته دې د افغان کډوالو د ایستلو په اړه پرېکړه وکړي.»
چمن ښارګوټي کې د پرلت په دغې ناسته کې د پاکستان له لوري د افغان کډوالو د جبري ایستلو پر بهير هم نیوکي وشوې او دغه بهير يې د سياسي موخو برخه وګاڼه.