دید خبرې آژانس: د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبير د افغانستان لپاره د ناروې هېواد له شارژدافیر پير البرټ الساس سره کتلي دي.

ياد وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې پير البرټ الساس په دغه کتنه کې له پاکستان څخه په جبري ډول د افغان کډوالو پر ایستلو نیوکه کړې او ويلي يې دي، چې د ناروې حکومت د نړیوالو بنسټونو له لارې د افغان کډوالو لاس نیوی ته دوام ورکوي.
شارژدافیر په ځینو برخو کې د اسلامي امارت لاسته راوړنې د پام وړ بللې او زیاته کړې يې ده، چې د بحث وړ مسایل باید د خبــــرو له لارې حل شي همدارنګه د اسلامي امارت او ناروې تر منځ یې مستقیمې اړیکې مهمې بللې.
نوموړي د اسلامي امارت د عفوې عمومي فرمان هم د انتقام نه اخیستلو لپاره ګټور یاد کړی.
ښاغلي شارژدافیر په ناروې کې د افغانستان سفارت پرانیستل کېدو ته په اشارې سره د کابل او اروپایي هېوادونو د ډيپلوماتیکو اړیکو د پیاوړتیا په برخه کې د پرمختګ او باور رامنځته کېدو لپاره د شته مسایلو حل ته اشاره کړې او په دې برخه کې یې خپل نظر له مولوي عبدالکبیر سره شریک کړی دی.
په ورته وخت کې د کډوالو او راستنېدنکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر له افغانانو سره په بشري برخه کې د ناروې هېواد له مرستو څخه مننه کړې.
هغه زیاته کړی، چې اسلامي امارت له تبعیض پرته ټولو افغانانو ته خدمات وړاندې کوي او افغان حکومت د هېواد د رغونې او پرمختګ لپاره هڅې کوې.
مولوي عبدالکبیر له پاکستان څخه د کډوالو په جبري ډول ایستل د ټولو اصولو خلاف بللي او په افغانستان کې یې په دایمي ډول د کډوالې د حل لپاره د نړیوالو د مرستو غوښتنه کړې او زیاته کړې يې ده، چې اسلامي امارت کډوالو ته د دایمي سرپنا پلان تر کار لاندې لري او په دې برخه کې د مرستندویه بنسټونو مرستې اړینې دي.