اسلایدشوافغانستانحکومتسیاسي

قزاقستاني پلاوي له متقي سره کتلي

دید خبرې آژانس: د قزاقستان د سټراټېژیکو مطالعاتو انسټېټیوټ د رییس په مشرۍ کابل ته راغلي قزاقستاني پلاوي، د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست امیرخان متقي سره کتلي دي.

په دې کتنه کې ښاغلي متقي هیله څرګنده کړې، چې د افغانستان او قزاقستان ترمنځ اړیکې نه یوازې په اقتصادي او سوداګریزو برخو کې پراخې شي؛ بلکې سیاسي اړیکې دې هم لوړې کچې ته ورسول شي.

د بهرنیو چارو وزارت د عامه اړیکو رییس، ضیا احمد تکل په دې هکله ویلي:«متقي صاحب وویل چې افغانستان د قزاقستان جمهوریت ته د نږدې ملګر هېواد په سترګه ګوري او موږ هیله لرو، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ شته مثبت تعامل به لا نور هم پراخ شي. د هغه په وینا، افغانستان هیله لري، چې په اقتصادي او سوداګریزو برخو کې د پرمختګونو ترڅنګ د سیاسي اړیکو د کچې د اوس پرتله نور هم لوړه شي.»

په دغې کتنه کې دواړو خواوو د بیارغونې، زیربناوو پراختیا، د قزاقستاني متخصصینو له تخنیکي تجربو څخه د ګټې اخیستنې، کرنې، سوداګرۍ، صنعت او برېښنايي حکومتدارۍ په برخو کې د همکاریو پر پراخولو هم خبرې اترې کړې دي.

ښاغلي تکل په دې هکله زیاته کړه: «د هغه په خبره د قزاقستان ولسمشر د افغانستان مسایلو ته ځانګړې پاملرنه لري، او همدا‌ لامل دی، چې  اوس مهال دواړه هېوادونه ښې اړیکې او پراخ تعامل سره لري.»

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې په کابل کې د قزاقستان د سفارت شارژدافیر هم ویلي و، چې استانه د افغانستان ثبات د ټولې سیمې او مرکزي اسیا لپاره مهم ګڼي او په بېلابېلو برخو کې پر همکاریو ټينګار کړی و.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button