دید خبرې آژانس: له پاکستانه د افغان کډوالو د جبري ایستلو بهیر له زور اخیستو سره هممهاله، د اقتصاد وزارت مسلکي معین لطیف نظري له دغه هېواده غوښتي، چې له کډوالو سره په چلند کې اسلامي او نړۍوال اصول رعایت کړي.

نوموړی همداراز له نړیوالې ټولنې غواړي، چې د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ ازادې کړي، څو له دغو پیسو د کډوالو د ستونزو د حل لپاره ګټه واخیستل شي.
لطیف نظري په دې هکله وايي:«له ګاونډیو هېوادونو هیله لرم، چې زموږ له هېوادوالو سره خپل چلند داسې تنظیم کړي، چې هم د اسلامي ارزښتونو سره سمون ولري او هم له نړۍوالو اصولو، په ځانګړې توګه د کډوالۍ له بهیرونو سره جوړجاړۍ ولري.»
بل پلو، په اسلاماباد کې د اسلامي امارت د سفارت سرپرست سردار احمد شکېب د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ له استازي سره په کتنه کې ویلي، چې ګڼ کډوال د ستونزو له امله د یواېناېچ سيار دفترونو ته له تګه ډډه کوي. نوموړي وړاندیز کړی، چې دغه اداره دې په ټول پاکستان کې د افغان کډوالو پنډغالو ته ګرځنده ډلې ولېږي.
سردار احمد شکېب وايي:«موږ له دوی غوښتنه وکړه، چې هغو ساحو ته چېرته چې کډوال اوسېږي، کمپونو کې، هغوی ته که دوی، داسې سیار ګروپونه جوړ کړي هلته ورشي.»
بل پلو، پخواني ولسمشر حامد کرزي هم له پاکستانه غوښتي، چې له افغان کډوالو سره د بشري اصولو او ښه ګاونډیتوب پر بنسټ چلند وکړي. هغه همداراز له نړۍوالو بنسټونو او کورنیو سوداګرو او پانګوالو غوښتي، چې له راستنو شویو کډوالو سره بېړنۍ او اغېزناکې مرستې وکړي.