اسلایدشوافغانستانمرکه

هرات کې د وارد شویو تازه میوو بازار سوړ شوی

هرات کې د تازه میوې واردونکي وايي د ګمرکي تعرفې لوړوالي له امله د تازه میوې پلور بازار کمرنګه شوی دی.

د تېر کال پرتله سږکال د واردې شوې تازه میوې بیې دوه برابره لوړې دي.

یو شمېر واردکوونکي وايي، د لوړو ګمرکي تعرفو له کبله سږکال د تازه میوو بیې لوړې شوې دي.

فریدون، د تازه میوې واردوونکی: «ګمرکي محصول زیات او د میوو بیې لوړیږي. که چیرې ګمرکي تعرفه کمه شي، د تازه میوو بېه به هم کمه شي.»

محمد، د تازه میوې یو بل واردوونکی: «د وارداتي میوو د بیې لوړیدو دلیل د ګمرکي محصول لوړوالی دی. ګمرکي تعرفې خورا لوړې او ځورونکې دي او هیڅوک نشي کولی میوه وارد کړي.»

فریدون هم چې تازه میوه واردوي داسې وايي: «زموږ غوښتنه له دولته دا ده چې ګمرکي تعرفې کمې کړي چې دا نه یوازې د خلکو لپاره ګټور دي بلکه د دولت لپاره هم ګټور دی.»

لاهم په هېواد کې د تازه میوې فصل نه دی را رسېدلی او تقریبا دا ټوله میوه له بهره را وارده شوې ده.

د هرات د میوې خرڅونکو ټولنه وايي، لوړه ګمرکي تعرفه د هېوادوالو په زیان ده او په کار ده، چې دا تعرفه یوازې د هېواد د میوې رسېدو په وخت کې ولګول شي.

هرات کې د میوې خرڅونکو د ټولنې مسوول، عبدالاحد رحماني و ویل: «مالټه او مڼه له ایرانه واردیږي. نور سبزیجات او تازه میوې له بېلابېلو هېوادونو د متحده عربي اماراتو له لارې افغانستان ته راځي. میوې د نړۍ له بېلابېلو برخو راځي، ان هرات ښار ته میوې له چیلي، امریکا او اروپایي هېوادونو واردیږي.»

په همدې حال کې یو شمېر میوه خرڅونکي وايي، د هېوادوال له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي او نشي کولای په دومره لوړ لګښت د ځان لپاره تازه میوه واخلي.

مېوه خرڅونکی، بلال په دې اړه وايي: «تېر کال یوه کیلو ښه مالټه ۳۰ افغانۍ وه، خو سږ کال له ۱۰۰ تر ۱۳۰ افغانيو پورې بیه لري. د خلکو اقتصادي وضعیت داسې نه دی چې راشي او میوه واخلي.»

له بهره د واردو شویو میوو بیه داسې مهال لوړیږي، چې هرکال په هېواد کې د میوو په فصل کې د میوو قیمتونه خورا ټیټیږي.

د کروندګرو په خبره، د صادراتو د نشت او د ټیټو بیو له کبله هر کال د ګټې پر ځای تاوان کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button