اسلایدشوافغانستانځوانان

افغان نولس کلنو کم عمره کرکټ ملي لوبډلې هانګ کانګ ته ماتې ورکړه      

دید خبرې آژانس: د افغانستان د ۱۹ کلنو کم عمره کرکټ ملي لوبډلې نړیوال جام ته د غوراوي پړاو سیالیو په لړ کې په خپله دوهمه لوبه کې هانګ کانګ لوبډلې ته د ۸ ویکټو په توپیر ماتې ورکړه.

افغان لوبډلې ته د هانګ کانګ له لوري ورکړل شوی د ۷۰ منډو هدف د لوبې په ۱۵ اور کې د دوو لوبغاړو په سوځېدو پوره او د یاد جام په روانو سیالیو کې یې دویمه لوبه هم په خپل نوم کړه.

افغان لوبغاړو کې خالد احمدزي ۳۰ او لوبډلمشر محبوب خان ۲۲ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې.

د یادونې وړ ده چې افغان ځوانان به سبا سهار ۸:۱۵ دقیقې د یادو سیالیو په ترڅ کې د خپلې دویمې لوبې په موخه د متحده عرب اماراتو لوبډلې پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button