د خوړو نړۍوال پروګرام نوي اندېښنه
دید خبرې آژانس: د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ ویلي په پام کې ده، چې پر افغانستان او یمن پاتې مرستې هم بندې کړي.

دغه مرستې چې ډېری یې د خوړو نړۍوال پروګرام له لارې رسول کېږي، د دغه بنسټ اندېښنې یې هم راپارولې دي.
د امریکا ولسمشر ویلي:«ستاسو باور نهکېږي، چې ووایم افغانستان ته ډېرې پیسې ورکوو، له دې امله چې دا د بایډن یوه معامله وه، د بایډن یوه بله معامله چې نهیوازې موږ یې پر هغه وشرمولو؛ بلکې هغوی افغانستان ته په مېلیاردونو ډالرو حق ورکوي. نو موږ له خپلو دوستانو په ښه توګه مراقبت کوو او له خپلو دښمنانو مراقبت نهکوو، موږ نور له خپلو دښمنانو مراقبت نهکوو.»
د ډانلډ ټرمپ د دغو څرګندونو په لړ کې، د خوړو نړۍوال پروګرام ویلي، پر هغو کسانو د مرستو بندول، چې له لوږې سره مخ دي، د اعدام حکم به ولري.
بلخوا د ملګرو ملتونو سازمان ویاند سټېفن دوجاریک، نن (چهارشنبې، د وري ۲۰مه)د ترکیې په اسټانبول ښار کې، د مرستو د تامینوونکو هېوادونو، د مالي نړۍوالو بنسټونو او یوناما د استازو په ګډون «د افغانستان د همغږۍ ډلې» د غونډې له جوړېدو خبر ورکوي.
د ملګرو ملتونو سازمان ویاند په دې هکله زیاتوي:«افغانستان کې ۲۲٫۹ مېلیونه نرینه، ښځینه او ماشومان د روان کال په لړ کې، مرستو ته اړتیا لري. دغه هېواد نن په نړۍ کې دویم هېواد دی، چې له انساني ناورین سره ښکېل دی. د افغانستان لپاره دغه غوښتنه، د افغانستان د همغږۍ ډلې د ناستو په درشل کې، چې سبا د ترکیې په اسټانبول کې پېلږي، مطرح کېږي.»
ورته مهال، د اقتصاد وزارت وايي، چې د هېوادونو په ځانګړې توګه د امریکا د مرستو بندېدل، چې د خوړو نړۍوال پروګرام له لارې ترسره کېږي، په افغانستان کې د اړمنو پر وضعیت به ناوړه اغېزې ولري.
د اقتصاد وزارت ویاند عبدالرحمن حبیب وویل:«د امریکا د مالي مرستو د بندېدو له امله د بودیجې کموالی، د خوراکي ونډو کموالی او د دغه بنسټ د ځينو نړۍوالو بشري مرستو د فعالیتونو بندېدل نېغ په نېغه د اړمنو کسانو پر ژوند منفي اغېزې لري.»
بېوزلۍ محمد نبي چې د خپلې ۹ کسیزې کورنۍ مسوولیت په غاړه لري، اړ کړی چې په خپل لاسګاډي (ګراچۍ) سره د خپلې کورنۍ د نفقې پیدا کولو لپاره هڅه وکړي.
هغه وايي:«نهه کسیزه کورنۍ لرم، زه په کور کې بل هېڅوک نهلرم، چې کار وکړي، چا را سره مرسته نهده کړې، کله کار وکړم او کله هم ونهکړم، کله څه وخورم او کله ونهخورم، کله وږی یم او کله موړ یم.»
په افغانستان کې د خوړو نړۍوال پروګرام دفتر یوه ورځ مخکې ویلي وو، چې دغه هېواد په خپل تاریخ کې د ماشومانو د خوارځواکۍ له سخت ناورین سره مخ دی او ډېری میندې هم پر خوارځواکۍ اخته دي.