د راستنېدونکو د روغتیايي وضعیت پر څرنګوالي خبرې وشوې
دید خبرې آژانس:د اسلامی امارت د عامې روغتیا وزارت د سرپرست مولوي نور جلال جلالي په مشرۍ، هېواد ته د راستنېدونکو کډوالو لپاره په غوره شکل د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو د همغږۍ کمېټې ناسته ترسره شوه.

د عامې روغتیا وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې ناسته کې، د کډوالو لپاره د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې د غوره مدیریت، د ساري ناروغیو د کنټرول په موخه د وقایوي خدمتونو د ترسره کولو، په ښه ډول د روغتیایي خدمتونو د برابرولو، د ټاکل شوې کمېټې د دندو او مسوولیتونو اړوند ملي او نړیوالو مؤسسو سره د لا زیاتې همغږۍ او هېواد ته د راستنېدونکو کډوالو د روغتیايي وضعیت د څرنګوالي په اړه خبرې شوې دي.
په دې ناسته کې د عامې روغتیا وزارت سرپرست، په ښه ډول د روغتیایي خدمتونو د وړاندې کولو په موخه، د عملیاتي پلان ارزونې او راستنېدونکو هېوادوالو لپاره د روغتیایي خدمتونو د پراختیا په اړه مسوولینو ته لازمې سپارښتنې کړې دي.