اسلایدشوافغانستانراپورسیاسي

شاهین: نړۍ دې نور په ملګرو ملتونو کې د افغانستان له استازولۍ سیاسي ګټه و نه کړي

دید خبرې آژانس: قطر کې د اسلامی امارت د سفارت سرپرست له نړۍوالې ټولنې غواړي، چې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان له استازولۍ سیاسي ګټنه ونه کړي.

سهیل شاهین وایي، اسلامي امارت د افغانستان استازی دی؛ نو په خبره یې باید په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ د سرپرست حکومت استازي ته وسپارل شي.

قطر کې د اسلامي امارت د سفارت سرپرست، سهیل شاهین وایي: «په نړۍوالې ټولنې او د ملګرو ملتونو په چارواکو غږ کوم چې نور دغه څوکۍ د فشار او سیاسي موخو لپاره ونه کارول شي.»

اسلامي امارت پر افغانستان له دویم ځل واکمنېدو راهیسې په ځلونو له نړۍ غوښتي چې په ملګرو ملتونو کې دې د افغانستان څوکۍ د سرپرست حکومت استازي ته وسپاري خو تر اوسه یې دې غوښتنې مثبت ځواب نه ‌دی ورکړل شوی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button