Uncategorizedاسلایدشوافغانستانټولنه

هرات کې ۵۰۰ روږدو ته د کسبونو د زده کړو زمینه برابره شوې ده

دید خبرې آژانس: د هرات د کار او ټولنیزو چارو ریاست مسوولین وايي، دغه ولایت کې یې تر درملنې لاندې ۵۰۰ روږدو ته د کسبونو د زده کړې زمینه برابره کړې ده.

د مسوولینو په خبره، دغو کسانو ته په پنځو برخو کې زده کړې ورکول کیږي؛ څو تر رغېدو وروسته د کار او دایمي عاید خاوندان شي.

د هرات د کار او ټولنیزو چارو ریاست استازي، پرویز محمدي و ویل: «دا کسان به د کور وسایلو جوړولو، خیاطۍ، بوټانو ګنډلو او د ودانیو برښنا فعالولو په ګډون په پنځو مسلکي برخو کې زده‌کړې ترلاسه کړي. ټولټال ۱۰ تدريسي ټولګي جوړ شوي، چې هر مسلک دوه ټولګي لري، او په هر ټولګي کې ۵۰ بېرته رغېدونکي کسان زده‌کړې کوي.»

دا مهال نږدې ۴ زره تنه د هرات د روږدو درملنې په ځانګړی روغتون کې تر درملنې لاندې دي.

ډېری دغه کسان د بیکارۍ او اقتصادي ستونزو له امله په نشه يي توکو روږدي شوي وو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button