اسلایدشوافغانستاناقتصاد او پراختیامهم مطالبګزارش

تورخم دروازه به نن د تګ راتګ پر مخ پرانیستل شي

دید خبرې آژانس: د سوداګرۍ او پانګونې خونې ویلي، چې پرون (دوشنبې) افغان او پاکستاني سوداګرو او قومي مخورو په یوه غونډه کې، د تورخم دروازې پر پرانیستو هوکړه کړې ده.

د دغې خونې د چارواکو په وینا، د دغې هوکړې پر بنسټ به، د تورخم دروازه سبا (سې‌شنبه) د هر ټول تګ راتګ پر مخ پرانیستل شي او ټاکل شوې، چې نن ماښام د دغې لارې د پرانستلو لپاره د لا ډېرې همغږۍ او چمتووالي په موخه، بله غونډه هم جوړه شي.

 سوداګر زلمی عظیمي په دې هکله ویلی:«نن په تورخم کې د دواړو لورو ترمنځ غونډه وشوه، د دغې غونډې پرېکړې مثبتې دي او شونې ده، چې نن یا سبا د تورخم دروازه پرانیستل شي.»

 له دې سره هم‌مهاله، یو شمېر کارپوهان ټینګار کوي چې کابل او اسلام اباد تر منځ اختلافي موارد باید د خبرو له لارې حل شي.

خو د تورخم بندر د سیمې د هېوادونو په ګډون د افغانستان او پاکستان په سوداګرۍ کې څه رول لري؟

دا په داسې حال کې ده‌‌، چې تورخم دروازه د روان لمریز کال د کب میاشتې پر درېیمه د پاکستان له لوري وتړل شوه او اسلام‌اباد د دغه کار لامل د اسلامي امارت له لوري د ډیورنډ فرضي کرښې ته‌څېرمه د تاسیساتو د جوړولو هڅه بللې وه.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا