افغانستانروستي خبرونه

جمهوررئیس: د حاجیانو د حقونو د تامین لپاره دې مقرره تدوین شي

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د حج پروسه کې د دخیلو بنسټونو مسوولینو سره غونډه ،په دې پروسه کې د لا زیاتې همغږۍ او سراسري اقداماتو په موخه نن له غرمې مخکې جوړه شوه.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د حج پروسه کې د دخیلو بنسټونو مسوولینو سره غونډه ،په دې پروسه کې د لا زیاتې همغږۍ او سراسري اقداماتو په موخه نن له غرمې مخکې جوړه شوه.
د دید خبری آژانس په رپوت، په دې غونډه کې چې په ارګ کې ترسره شوه جمهوررئیس غني وویل، د حج پروسه سرتاسري اقداماتو، همغږۍ او منسجمې برنامې ته اړتیا لري او تېرو کلونو کې دغه پروسه د قناعت وړ وه او باید په دې برخه کې لا زیاتې هڅې ترسره شي.
هغه شکایتونو او ستونزو ته د رسېدنې، د حللارو پیداکولو او د حج پروسه کې د شفافیت د تامین ترڅنګ وویل، د اریانا افغان هوایي شرکت باید د حاجیانو د لېږد ستونزه حل کړي او هغه مقامات چې یو ځل حج ته تللي دي، دویم ځل حج ته د تللو اجازه نه لري او په دې پروسه کې د دولتي چارواکو ګډون باید محدود شي، همداراز په دې برخه کې ځانګړي امتیازات باید لمنځه یووړل شي.
جمهوررئیس وویل، د حاجیانو د حقونو تامین په برخه کې دې یوه مقرره ترتیب شي او یوه کاري ډله دې وګمارل شي ترڅو د حج پروسې د ستونزو او اړتیاوو پیدا کولو په موخه د اقداماتو او تیاریو په اړه یو واضح راپور ترتیب او وړاندې کړي. هغه زیاته کړه، د حاجیاتو د لېږد لپاره دې سر له اوسه د هغوی د واکسین ځانګړي ترتیبات ونیول شي؛ د ښځینه حاجیانو ستونزې دې وارزول شي او د هغوی ونډه دې مشخصه شي.
جمهوررئیس غني د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سرپرست ته لارښوونه وکړه چې د هیواد حاجیانو ته د غوره خدمتونو برابرولو په موخه دې اسان خدمت ادارې سره ګډ کار وکړي. هغه همداراز د ملي تدارکاتو ادارې مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې د ځای برابرولو، ترانسپورټ، خوړو او د قراردادیانو پروسه کې د اصلاحاتو لپاره جدي اقدامات ترسره کړي.
د هیواد جمهوررئیس پر دې په ټینګار سره چې د حج پروسې تنظیم د ښه میراث په توګه پاتې شي وویل، د دې پروسې د مدیریت لپاره پایداره او اساسي طرحې ته اړتیا ده. هغه زیاته کړه، د ولایتونو د ونډې لپاره دې یو معیار وضع شي: « زه غواړم د جمهوري ریاست د حج سهمیه د امنیتي او دفاعي ځواکونو او ملکي وګړو د شهیدانو کورنیو، ټپیانو او بېوزله خلکو ته هدیه کړم.»
جمهوررئیس غني د خپلو خبرو په پای کې په ټینګار وویل، د حج پروسې لپاره دې پنځه کلنه برنامه تدوین شي او زیاته یې کړه، په دغه پروسه کې باید له شته امکاناتو څخه اعظمي استفاده وشي، همداراز په جدې ښار کې د افغانستان په کونسلګرۍ کې دې شته ظرفیت وارزول شي او د حج پروسه کې دې د هغوی رول زیات شي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا