اسلایدشوافغانستانټولنه

په تېرو ۳ نیمو کلونو کې؛ د څه باندې ۶ زره ښځو د اجباري نکاح مخنیوی شوی دی

دید خبرې آژانس: د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت ویاند سیف الاسلام خیبر نن کابل کې د یوې خبرې غونډې پرمهال د دغه وزارت د سلواغې میاشتې د فعالیتونو په تړاو رسنیو ته مالومات ورکړل.

نوموړي په یاده غونډه کې وویل چې د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو د تېرې (سلواغې) مياشتې په موده کې په ټول هېواد کې د مېرمنو اړوند ۳۰ حقوقي قضیو ته رسېدنه کړې، چې له دې جملې څخه ۹ مېرمنې د میراث له حق څخه برخمنې شوې دي، د ۱۰ مېرمنو د اجباري نکاح مخه نیول شوې، ۷مېرمنې له کورني تاوتریخوالي څخه ژغورل شوې او ۲مېرمنې له کورني بند څخه ازادې شوې دي.

سیف الاسلام خیبر همدارنګه وویل چې د دغه وزارت محتسبینو د هېواد په کچه د خرافاتو، غیر شرعي کړنو او د فساد د مخنیوي په موخه ۱۲ تنه کوډګر نیولي او عدلي او قضايي ارګانونو ته یې سپارلي دي.

هغه زیاته کړه، چې د سالم اقتصادي چاپیریال او په اسلامي ارزښتونو سمبالې راکړې ورکړې په موخه د دغه وزارت له لوري له سوداګرو سره د نرخونو د کنټرول او احتکار، سود، دوکې او خیانت کولو د مخنیوي په موخه ۷۰ اصلاحي ناستې او په ټولنه کې د معروفاتو د اقامې او منکراتو ته د مخنیوي په موخه له دولتي مسوولینو، قومي مخورو، ځوانانو او دیني عالمانو سره ۱۶۴۰ اصلاحي ناستې ترسره شوې دي.

نوموړي وویل چې د سلواغې په میاشت کې همدارنګه د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو له وزارت سره ټول ټال ۱۱۸۵شکایتونه ثبت شوي او له دې جملې څخه ۸۵۰ یې حل او فصل شوي دي.

د امربالمعرف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدولو وزارت ویاند د یو شمېر نړیوالو سازمانونو هغه راپورونه هم په کلکه رد کړل، چې ګواکې دغه وزارت له افغان مېرمنو او لږه کیو حقوق محدود کړي او بندیزونه یې ورباندې لګولي دي.

سیف الاسلام خیبر ډاډ ورکړ، چې دغه وزارت د یادو راپورونو برعکس د اسلامي ارزښتونو په رڼا کې د ښځو او ټولو هېوادوالو د حقوقو تامین ته ژمن دی او هڅه کوي، چې د چا حق تر پښو لاندې نشي.

هغه د بېلګې په ډول په تېرو ۳نیمو کلونو کې د څه باندې ۶زره مېرمنو د جبري نکاح د مخنیوي یادونه وکړه.

د یادونې وړ ده، چې نوموړي همدارنګه وویل په بازارونو کې د نرخونو د کنټرول او احتکار، سود او درغليو د مخنیوي په موخه د اړوندو ارګانونو سربېره د دغه وزارت له لوري هم جدي هڅې روانې دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا