اوتونبایوا: ا.ا څومره نړۍوالې ټولنې سره یوځایېدو ته چمتو دی؟
دید خبرې آژانس: د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړې استازولۍ دفتر رییسې، روزا اوتونبایوا تېره شپه (د کب ۲۰مه) د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د افغانستان د وضعیت په اړه راپور وړاندې کړ.

روزا اوتونبایوا په دغه راپور کې ټینګار کړی چې د سرپرست حکومت اوسني چارواکي دې څرګنده کړي چې نړۍوالې ټولنې سره یوځایېدل غواړي که نه.
هغې و ویل: دا د اوسنیو چارواکو مسولیت دی چې څرګنده کړي آیا دوی غواړي افغانستان بېرته نړیوال سیسټم ته داخل شي او که داسې وي، نو ایا دوی په دې تړاو اړینو ګامونو اخیستلو ته چمتو دي.
اوتونبایوا په دغه کې په افغانستان کې د دغه ماموریت د پاېته رسېدو وروسته اندېښنو ته هم اشاره وکړه او زیاته یې کړه چې وضعیت به لا خراب شي.
د ملګرو ملتونو دغې استازې و ویل، تمه یې دا ده چې راتلونکې اونۍ افغانستان کې د یوناما ماموریت وغځول شي.
په دغه راپور کې اغلې اوتونبایوا ادعا وکړه چې افغانان له لا زیاتې انزوا او ګوښه کېدو هم ډار لري او د مرستو کمېدل یې یوه بله لویه اندېښنه ده.
هغې و ویل: په ۲۰۲۵ کال کې، له ۵۰ سلنې څخه زیات افغانان شاوخوا ۲۳ میلیون وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري. خو دا مرستې په چټکۍ سره کمېږي. د بشري مرستو د تمویل کمښت لا دمخه د افغانانو پر ژوند ژور اغېز کړی او دا اغېز به دوام ومومي. یوازې په تېره میاشت کې له ۲۰۰ زیاتې روغتیایي مرکزونه تړل شوي، چې دا کار شاوخوا ۱.۸ میلیونه وګړو ته زیان اړوي.
همداراز، د ماشومانو د خوارځواکۍ لپاره حیاتي خدمات محدود شوي او د مرستندویو بنسټونو فعالیتونه او د همغږۍ ظرفیتونه کم شوي دي.
د یوناما مشرې ومنله چې په ۲۰۲۴ کې د افغانستان اقتصاد ۲.۷ سلنې پرمختګ کړی خو دا لنډمهالی دی او د اوږدمهالي پرمختګ لپاره پکار ده چې افغانستان له نړۍوالې ټولنې سره یوځای شي.
هغې د نجونو پر مخ د طبي انسټیټوټونو تړل کېدو ته په اشارې سره هم و ویل چې روغتیايي وضعیت یې لا نازک کړی دی.
روزا اوتونبایوا زیاته کړه: دا نوي محدودیتونه د هېواد د روغتیايي برخو وړتیا نوره هم کمزورې کوي او د افغان ښځو او ټولو افغانانو پر روغتیا منفي اغېز لري. دا به په افغانستان کې د مېندو او ماشومانو مړینه نوره هم لوړه کړي، چې لا وار دمخه هم د نړۍ په کچه لوړه ده.
هغې له نړۍوالې ټولنې وغوښتل چې د کوکنارو د بدیل کښت لپاره دې د سرپرست حکومت ملاتړ وکړي.
افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ځانګړې استازولۍ دفتر رییسه، دغه څرګندونې داسې مهال کوي چې په پام کې ده د روانې مارچ میاشتې په ۱۷مه افغانستان کې د یوناما ماموریت پاېته ورسیږي او تر اوسه یې امنیت شورا د غځولو یا درولو په اړه دریځ نه دی څرګند کړی.
اسلامي امارت تر اوسه د دغو څرګندونو په اړه دریځ نه دی څرګند کړی.