اسلایدشوافغانستانتر تولو مشهورروستي خبرونهسیاستګزارش

د اسلامي همکاریو سازمان له اوسنیو چارواکو سره پر دوامداره تعامل ټينګار وکړ

دید خبرې آژانس: د اسلامي همکاریو سازمان او ترکیې له افغانانو د ملاتړ په موخه له اوسني چارواکو سره  د خبرواترو پر دوام ټینګار کړی.

د افغانستان لپاره د اسلامي همکاریو سازمان ځانګړي استازي د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت د سویلي اسیا له مسوول سره د افغانستان پر وضعیت خبرې وکړې.

د اسلامي همکاریو سازمان په خبرپاڼه کې راغلي چې دواړو خواوو د افغانانو د ملاتړ لپاره د دوامداره تعامل پر اهمیت او له اوسنیو چارواکو سره د بېلابېلو مسایلو په تړاو د رغنده خبرو پر دوام ټینګار کړی دی

د اسلامي همکاریو سازمان د خبرپاڼې یوه برخه کې راغلي: «په دې ناسته کې د افغانستان د خلکو د ملاتړ لپاره د دوامداره تعامل او د بېلابېلو مسایلو په تړاو له اوسنيو چارواکو سره د رغنده خبرو اترو پر تعقیب ټینګار وشو.

دواړو خواوو په افغانستان کې د سولې، سوکالۍ او ثبات د ګډو موخو د پرمختګ لپاره د نظرونو تبادلې ته د دوام ورکولو لپاره پر خپلې ژمتیا ټينګار وکړ.»

ترکیه هغه هېواد دی چې د اسلامي امارت تر بیا واکمنېدو وروسته یې په افغانستان کې خپل سفارت فعال ساتلی او له اسلامي امارت سره یې خپلو ډیپلوماټیکو اړیکو ته دوام ورکړی دی.

 د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د دویم سیاسي رییس ذاکر جلالي هم ترکیې ته په خپل سفر کې له دغه هېواد سره د دوه‌اړخیزو مسایلو د تعقیب لپاره د یوه کمېسیون د جوړېدو په تړاو د دغه هېواد له چارواکو سره خبرې کړې وې.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان او ترکیې ترمنځ سیاسي سلا مشورې مهمې بللې وې او ویلي یې وو چې ترکیه غواړي په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره خپلې اړیکې پراخې کړي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا