اسلایدشوافغانستانسپورت

د هیواد د فوټسال ملي لوبډلې په برازیل کې درېیم مقام وګاټه

دید خبرې آژانس: د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې د برازیل څلور اړخیزو نړیوالو دوستانه سیالیو کې درېیم مقام خپل کړ.

د المپیک، بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست ویلی، چې افغان لوبډلې د ګرینلنډ پر وړاندې سیالي دوه – دوه مساوي کړه، خو په پینالټیو کې یې د ۴ – ۲ توپیر سره بریا ترلاسه کړه.

په دې سیالۍ کې حسین محمدي او محمد جواد صفري د افغانستان په ګټه ګولونه ووهل.

د یادو سیالیو اتلولي برازیل وګټله، ایران دویم مقام خپل کړ او ګرینلنډ څلورم مقام ته ورسېد.

د یادونې وړ ده، چې دا سیالۍ د افغانستان، ایران، ګرینلنډ او برازیل ترمنځ د مارچ پر ۳مه پیل او د مارچ پر ۹مه پای ته ورسېدې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button