اسلایدشوافغانستاناقتصاد او پراختیا

د لوګر مېوې او سبزیو بهرنیو هېوادونو ته صادریږې

دید خبرې آژانس: د لوګر د سوداګرۍ او پانګونې خونه په روان لمریز کال کې له دغه ولایت څخه د اته میلیارده افغانیو په ارزښت بهرنیو هېوادونو ته د تازه مېوو او سبزیجاتو له صادرولو خبر ورکوي.

د مسوولینو په خبره د اوبو مهارول او کروندګرو ته د امارتي ځمکو په اجاره ورکول د صادراتو د زیاتوالي لامل کېږي.

د لوګر د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس، ولي محمد یعقوب مومند په دې اړه وايي: یو میلیون ټنه صادرات موږ کړي دي. په دوی کې ۷ سوه زره سبزیجات دي او پاتې درې سوه زره چې دي هغه بېلابېلې مېوې دي. لکه انګور، شفتالو او زردالو او مڼې او داسې نورې مېوې.

بل پلو ځینې سوداګر وايي، چې ډېره برخه صادرات یې پاکستان ته دي، خو په هېواد کې د مېوو حاصل راټولولو پرمهال د لارو تړل کېدو له امله له سختو ستونزو او مالي زیانونو سره مخ کېږي.

دوی له سرپرست حکومته د بدیلو لارو او بازارموندنې په برخه کې د همکارۍ غوښتنې لري.

 لوګر کې یو سوداګر، قطب الدین په دې اړه وايي: پاکستان ته چې زموږ مالونه څه وخت ځي او هغه مهال لار بنده شي نو زموږ سوداګر ټول له زیانونو سره مخ شي. موږ له حکومت غواړو چې بدیلې لارې موږ ته پیدا کړي لکه تاجېکستان، ازبېکستان او نور هېوادونه.

دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته له منځنۍ اسیا، چین او ځینو نورو هېوادونو سره د افغانستان سوداګري زیاته شوې ده.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا