اسلایدشوافغانستانبرگزیدهسیاست

د یوه کال په لړ: هېواد کې کې ۲ مېلیونه برېښنايي پېژندپاڼې وېشل شوي

دید خبرې آژانس: د احصایې او معلوماتو ملي ادارې پرون (چهارشنبې) په یوې غونډه کې د خپل کلني فعالیت په هکله معلومات ورکړ او ویلي یې دي چې د روان هجري لمریز کال له پیله تر کب میاشتې، نږدې ۲ مېلیونه برېښنايي تذکرې وېشل شوې دي.

دغه اداره زیاتوي، د روان کال له پیله تر کب میاشتې یې څه‌ باندې ۱۲۳ زره نورو هېوادوالو ته د برېښنايي تذکرې له وېش وروسته خدمتونه هم وړاندې کړي او پر ۱۵۲ زره کسانو یې د زېږون کارټونه هم وېشلي دي.

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د نفوسو د احوال او ثبت مرستیال محمد نبي نصرت په دې هکله وايي:«نږدې دوه مېلیونه هېوادوالو ته برېښنايي تذکرې وېشلي او همدارنګه څه باندې ۱۲۳ زره کسانو ته یې د دغو تذکرو له وېش وروسته خدمتونه وړاندې کړي دي.»

د یادې ادارې عمومي رییس هم ټینګار وکړ، چې هېوادوالو ته د لازیاتو اسانتیاوو په موخه د دې ادارې ولایتي څانګو ته ځینې واکونه سپارل شوي دي.

نوموړي دغه‌زار زیاته کړه، چې د مرغومې میاشتې له پیل راهېسې یې ۳۰ زره کسانو ته خدمات وړاندې کړي دي.

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې رییس عبدالقاهر حاجي ادریس وايي:«د روان کال په مرغومې میاشتې په وروستو کې، چې دا صلاحیتونونه ولایتي ریاستونو ته ورکړل شول، د همدغه کال په سلواغې میاشت کې تر پایه نږدې ۳۰ زرو کسانو ته په ولایتونو کې دا خدمتونه وړاندې شوي دي او له دې سره مرکز ته د هغوی له راتګ سره د هغوی د وخت له ضایع کېدو او سرګردانۍ مخه نیول شوې ده.»

د یادې ادارې مسلکي مرستیال وویل چې د هېواد د صادراتو ارزښت ۱،۳ میلیارده ډالرو او د وارداتو ارزښت ۸،۶ میلیارده ډالرو ته رسېدلی دی.

نوموړي د پولي انفلاسیون د کمښت او د تیر کال په پرتله د کورنیو تولیداتو او برېښنا د تولید د زیاتوالي په اړه هم خبر ورکړ.

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې مسلکي مرستیال عصت‌الله حکیمي وايي:«د امارتي صنعتونو د توليداتو ارزښت ۲۶۵۴ مېليونه افغانۍ ته رسېدلی، چې د تېر کال د ۹ مياشتو پرتله ۱۷ سلنه زیاتوالی ښيي، د کورني برېښنا تولید هم ډېر شوی، چې ۱۱۷۱ مېليونه کيلوواټه ساعت ته رسېدلی. دا رقم د تېر کال پرتله ۴۶٫۵ سلنه زیاتوالی ښيي، چې دا له کورنيو سرچینو د برېښنا د توليد د پراخېدو نښه ده.»

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د معلوماتو پر بنسټ، د برېښنايي پیژند پاڼو د وېش بهیر له پیله تراوسه څه باندې ۱۵ مېلیونه کسانو ته برېښنايي پېژندپاڼې وېشل شوي، چې له دې ډلې ۹ مېلیونه یې نارینه او څه باندې ۶ مېلیونه یې ښځو ته وېشل شوې دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا