دید خبرې آژانس: د افغانستان په تړاو د روسیې او ایران د بهرنیو چارو وزیرانو له خبرو وروسته، اسلامي امارت هم له یادو هېوادونو سره خپلې اړیکې مثبتې ګڼي او ستايي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت هیله ښودلې چې، دغه اړیکې به په راتلونکي کې نورې هم پراخې شي.
د اسلامي امارت مرستیال په دې هکله وايي:«د افغانستان اسلامي امارت له ایران او روسیې دواړو هېوادونو سره، ښې اړیکې لري او د افغانستان په اړه د دوی د نېک او ښه نیت ستاینه کوي، په ځانګړې توګه په سیاسي او اقتصادي برخو کې موږ له دغو دواړو هېوادونو سره، د ښو پرمختګونو شاهدان یو او هیله مو دا ده چې اړیکو مو لا پراخې او پیاوړې شي.»
د روسیې او ایران د بهرنیو چارو وزیرانو پرون(سېشنبې) په تهران کې وویل چې، په افغانستان کې تحولات د دواړو هېوادونو له لوري څارل کېږي او همداراز به د افغانستان په اړه خپلو سلا مشورو ته دوام ورکړي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر په تهران کې د ایران له بهرنیو چارو له وزیر عباس عراقچي سره په ګډه خبري غونډه کې ټینګار وکړ چې د دوی د خبرو اترو چورلیز سیمهییز په ځانګړې توګه د افغانستان مسایل وو.
د نوموړي په ونیا، مسکو د افغانستان مسایلو ته د ګاونډیو هېوادونو او مسکو فارمټ له لارې رسېدنه کوي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیرسرګي لاوروف ویلي:«موږ په بېلابېلو له هغې ډلې د مسکو فارمټ کې، د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د غونډو او د چین، ایران، روسیې او پاکستان د څلور اړخیزې ډلې په غونډو کې همکاري کوو.»
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر همدارنګه ویلي، چې افغانستان باید هېر نهشي او مسکو د افغانستان له ګاونډیانو سره په دې برخه کې د یاد هېواد د مسایلو حل ته ځانګړې پاملرنه لري.
د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي هم وویل، چې د افغانستان بدلونونه تل د تهران او مسکو د تر پاملرنې لاندې دي او دواړه هېوادونه به په دې برخه کې خپلو سلا مشورو ته دوام ورکړي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر په دې هکله زیاتوي:«د افغانستان بدلونونه زموږ او روسیې تر ځانګړې پاملرنې لاندې دي. په دې هکله به زموږ خبرې تل روانې وې، او موږ نېت لرو چې په دې برخه کې لا ډېرې مشورې ولرو.»
تر دې مخکې، د روسیې د بهرنیو چارو وزیر ویلي و، چې امریکا په افغانستان کې د خپل نفوذ د ساتلو په هڅه کې ده او په همدې موخه له ګاونډیو هېوادونو ګټه پورته کوي.