دید خبرې آژانس: په جرمني کې تېره ورځ د دغه هېواد په کچه ټاکنې وشوې چې اپوزسیون محافظه کار ګوند یې ګټونکی دی او فریدریش مېرز به د دغه هېواد د لومړي وزیر په توګه وټاکل شي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور لمخې د دغو ټاکنو پایلو ته د بېلابیلو هېوادونو مشرانو بېلابېل غبرګونونه ښودلي دي.
د امریکا ولسمشر، ډانلډ ټرمپ د دغو پایلو په اړه ویلي: “لکه د امریکا په څېر، د جرمني خلک هم د بېمنطقه اجنډا، په ځانګړي ډول د انرژۍ او کډوال په برخه کې، ستړي شوي وو، چې د کلونو راهیسې روانه وه. دا د جرمني لپاره یو لویه ورځ ده.”*
**د فرانسې ولسمشر، اېمنیول ماکرون د فریدرېښ مېرز سره د ټلیفوني خبرو په اړه ویلي، او پر خپل اېکس یې لیکلي: “ما همدا اوس له فریدریش مېرز سره خبرې وکړې ترڅو د جرمني د ټاکنو د بري مبارکي ورکړم. موږ اوس تر هر بل وخت ډېر هوډ لرو چې د فرانسې او جرمني لپاره سترې لاسته راوړنې ولرو او د یو پیاوړې او خپلواکې اروپا لپاره کار وکړو.”
د برېټانیا لومړي وزیر، کېیر سټارمر هم مېرز ته د بري مبارکي ورکړه او د لندن-برلین د نږدې همکارۍ پر ارزښت یې ټینګار وکړ.
هغه وویل: “زه د جرمني له نوي حکومت سره کار کولو ته سترګې په لار یم، ترڅو زموږ پیاوړې اړیکې لا ژورې شي، ګډ امنیت ته وده ورکړ شي او د دواړو هېوادونو لپاره اقتصادي پرمختګ رامنځته کړو.”
د اوکراین ولسمشر، ولادیمیر زېلېنسکي بیا د برلین-کیېف اړیکو ارزښت ته په اشارې پر خپل اېکس لیکلي: *”زه د CDU/CSU ګوند او فریدرېښ مېرز ته د بُنډسټاګ (پارلمان) ټاکنو د بري مبارکي وایم. موږ له جرمني سره ګډ کار ته دوام ورکوو، څو د خلکو ژوند وساتو، اوکراین ته رښتینې سوله ور په برخه کړو، او اروپا پیاوړې کړو.”
د جرمني فدرالي ټاکنې، چې فریدریش مېرز یې بریالی کړ، د دغه هېواد لپاره له سیاسي پلوه له جنجالي حالت سره هممهاله وې.
دغه ټاکنې د کلونو سیاسي بدلونونو، اقتصادي ناڅرګندتیا او د لومړي وزیر اولاف شولڅ په مشرۍ د واکمن ایتلاف پر وړاندې د نارضایتۍ تر سیوري لاندې ترسره شوې.