ټرمپ له افغانستان سره د امریکا د مرستو دوام لپاره شرط ایښی
د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ وايي له افغانستان سره به د امریکا مرستې په دې شرط دوام وکړي، چې په افغانستان کې د امریکا پاتې شوي پوځي تجهیزات بېرته واشنګټن ته وسپارل شي.

ډانلډ ټرمپ زیاتوي، چې هېواد یې هر کال له افغانستان سره دوه نیم مېلیارد ډالره مرسته کوي او دغه بهیر به یوازې په هغه صورت کې دوام وکړي، چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو پاتې نظامي تجهیزات بېرته واشنګټن ته تسلیم کړل شي.
د امریکا ولسمشر په دې هکله وویل:«موږ هر کال نږدې دوه نیم مېلیارد ډالره افغانستان ته ورکوو، پر دې پوهېږئ؟ د مرستو لپاره. موږ په خپله دغو پیسو ته اړتیا لرو. ما پرون هغوی ته وویل چې، غواړم دا وارزوم. که ټاکل شوې وي چې، دغه پیسې هغوی ته ورکړو نو ستونزه نهلري؛ خو زه غواړم چې، هغوی زموږ نظامي تجهیزات، چې اوس یې په واک کې دي، بېرته راکړي.»
سره له دې، چې اسلامي امارت لا تر اوسه د ډانلډ ټرمپ د دغې غوښتنې په تړاو څه نهدي ویلي؛ خو د چارو ځينې شنونکي بیا وايي، امریکا ته د پاتې نظامي تجهیزاتو ورکړه شونې نهده.
دا لومړی ځل نهدی، چې ډانلډ ټرمپ په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د پاتې شویو نظامي تجهیزاتو مسئله مطرح کوي؛ تر دې مخکې یې هم په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د پاتې نظامي تجهیزاتو او ان د بګرام د هوايي اډې غوښتنه کړې؛ خو د اسلامي امارت ویاند بیا دغه ډول غوښتنې خیالي غوښتنې بللې وې.