Uncategorizedاسلایدشوافغانستان

د کابل قومي مشرانو د دغه ولايت د والي په مشرۍ د اوبو او انرژۍ وزارت له سرپرست سره کتلي

دید خبرې آژانس: د کابل ښار د ناحيو د ګذر وکيلانو او د ۱۴ ولسواليو قومي مشرانو او مخورو د دغه ولايت د والي ملا امين اللّٰه عبيد په مشرۍ د اوبو او انرژۍ وزارت له سرپرست ملا عبدالطيف منصور سره کتلي دي.

د کابل ولايت مقام رسنيز دفتر خبرپاڼه کې ويلي چې يادو قومي مشرانو او د ګذر وکیلانو په دغه کتنه کې د اسلامي امارت د کړنو او فعالیتونو ستاینه کړې او ډاډ یې ورکړی، چې د کابل ولسونه د اسلامي امارت له مسوولینو سره په هره برخه کې همکار او همغږي دي.

دوی همدارنګه د اوبو او انرژۍ وزارت له سرپرست څخه غوښتنه کړې، چې په کابل کې نورې اساسي پروژې هم طرحه او عملي کړي، ځکه چې د کابل ولسونه د پاکو اوبو له کمښت سره مخ دي.

هغوی د کابل په ولسوالیو کې د بندونو، چک‌ډېمونو او نورو اړینو پروژو اړوند ستونزې د د ياد وزارت له سرپرست سره شریکې کړې دي.

په ورته وخت کې د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست ملا عبدالطیف منصور په دغه کتنه کې قومي مشرانو ته ډاډ ورکړی، چې د اوبو د مهار او د برېښنا د تأمین په برخه کې اساسي کارونه شوي او په راتلونکي کې به په کابل کې د اوبو او انرژۍ د پراختیايي پروژو پلي کېدو ته لا ډېر پام وشي، ترڅو د ولس ستونزې هوارې شي.

د يادونې وړ ده، چې يادو قومي مشرانو د دغه کتنې په پای کې د کابل د ولسونو په استازیتوب د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست ته په اړوندو برخو کې خلکو ته د غوره چوپړتیاوو وړاندې کولو په پار ستاينليکونه هم ډالۍ کړل.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button