دید خبرې آژانس: جرمني هیواد کې نن (یکشنبه د کب ۵مه) سراسري ټاکنې پیل شوې دي.

رویټرز د راپور لمخې، سروې ښیي چې دغو ټاکنو کې د فریدریچ مرټز په مشرۍ محافظه کاره ګوند مخکښ دی، خو د حکومتولۍ لپاره به پوره رایې ترلاسه نه کړي او له نورو ګوندونو سره به ایتلاف کولو ته اړ شي.
دا چې جرمني له ګڼو اقتصادي او امنیتي ستونزو سره لاس او ګرېوان دی او ډېری سیاسي ګوندونه له یو بل سره پر دغو اقتصادي ستونزو او د کډوالو پر موضوع جوړ نه دي، نو د نوي حکومت تر جوړېدو به اوسنی لومړی وزیر اولاف شولټڅ په واک کې وي.
جرمني کې دغه وضعیت د خلکو ترمنځ اندېښنې ډېرې کړې دي.
راپور کاږي چې په وروستۍ ټولپوښتنه کې یوازې ۲۷ سلنې جرمنیان راتلونکي کې پرمختګ ته هیله من دي، چې دغه شمېر تېر کال ۴۲ سلنې و.