دید خبرې آژانس: د تورخم کمیسار ملا عبدالجبار حکمت ویلي، چې تورخم لار نن دویمه ورځ هم د هر ډول تګ – راتګ پرمخ تړلې ده.

ځایي سرچینې وايي، چې د لارې بندېدو له امله دواړو غاړو ته ولس له ستونزو سره مخ دی.
د تورخم کمیسار له خلکو غوښتي، چې تر بلې خبرتیا پورې دې له سفر کولو ډډه وکړي.