اسلایدشوافغانستان

ا.ا سره د اړیکو د پیاوړتیا لپاره د هند تازه ګام

دید خبرې آژانس: بلومبرګ خبري اژانس راپور ورکړی چې نږدې راتلونکي کې به د افغانستان د سرپرست حکومت یو استازی د نوي ډېلي له لوري په هند کې د افغانستان سفارت لپاره ومنل شي.

راپور کې راغلي چې په دې اړه لا هم خبرې روانې دي او د اسلامي امارت له لوري دوه کسان په نوي ډېلي کې د افغانستان د سفارت د چارو د سمبالولو لپاره معرفي شوي دي.

بلومبرګ لیکلي: «د طا-لبانو حکومت په نوې ډېلي کې د افغانستان د سفارت لپاره دوه احتمالي نوماندان معرفي کړي دي. سرچینو و ویل چې د طالبانو دغه چارواکی به د هند له لوري د یوه ډیپلوماټ په توګه ونه پېژندل شي خو دغلته به د طالبانو د حکومت جګپوړی استازی وي.»

بلومبرګ د خپلو سرچینو له قوله لیکلي چې دغه ګام د هند لخوا له کابل سره د اړیکو پیاوړتیا او افغانستان کې د چین له نفوذ سره د مبارزې په موخه اخیستل شوی دی.

اسلامي امارت تر تر دې مهاله په دې تړاو څه نه دي ویلي خو تر دې وړاندې یې د کابل او نوي ډېلي ترمنځ د اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار کړی و.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا