دید خبرې آژانس: د افغانستان د ټکوانډو فډراسیون وایي، د ټکوانډو افغان لوبغاړي د پاکستان په ازادو اسیایي سیالیو کې د ۹ مډاولونو تر ګټلو وروسته هېواد ته راستانه شوي دي.

دغه سیالۍ د ځوانانو، لویانو، او تخنیکي اجرااتو په برخو کې ترسره شوې، چې افغان لوبغاړي پکې خورا ښه ځلېدلي دي.
د ازادو اسیایي سیالیو په اووم پړاو کې افغان لوبغاړو ۴ د سرو زرو، ۱ د سپینو زرو او ۵ د برنزو مډوالونه وګټل.
دغو سالیو کې افغانستان لپاره سید ظریف هاشمي، سدیس سکندر، حکمالدین اکید، او تیم الرحمان رحماني د سرو زرو، حکمت الله زین د سپینو زرو او احسام رحیمي، علي اکبر امیري، ازاد بیک نوروزي، او امید سهاک د برنزو مډوالو وګټل.
دغه سیالۍ د پاکستان په اسلاماباد کې د افغانستان په ګډون د نړۍ د ۲۷ هېوادونو د لوبغاړو ترمنځ ترسره شوې.