Uncategorizedاسلایدشوافغانستانراپورسیاسي

قاری فصیح‌الدین د ا.ا د هوايي ځواکونو او هوايي مدافعې عمومي قوماندانۍ څخه لیدنه وکړه

دید خبرې آژانس: د وسله ‌والو ځواکونو لوی درستیز قاري محمد فصیح‌الدین فطرت نن د هوايي ځواکونو او هوايي مدافعې عمومي قوماندانۍ له بېلابېلو برخو څخه لیدنه کړې ده.

د ملي دفاع وزارت د خبرپاڼې د مالوماتو له مخې په دغه لیدنه کې د هوايي ځواکونو او هوايي مدافعې عمومي قوماندان ملا عبدالغفار محمدي، چې د لوی درستیز ملتیا یې کوله، د یادې قوماندانۍ د دوو Mi-17 چورلکو د ترمیم بهیر له چارو نږدې څارنه کړې.

په خبرپاڼه کې همدارنګه ویل شوي چې د وسله‌ والو ځواکونو لوی درستیز د هېواد د هوايي ځواکونو د منسوبینو او تخنیکي پرسونل هڅې او لاسته‌ راوړنې ستایلې دي، چې د بېلابېلو الوتکو په ترمیم او بیا ځلې پرواز ته په چمتو کولو کې یې کړې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button