متقي د افغانستان لپاره د اسلامي همکاریو سازمان ځانګړي استازي
دید خبرې آژانس: د ا.ا د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي پرون ناوخته په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د اسلامي همکاریو سازمان ځانګړي استازي او مرستیال طارق بخیت او مل پلاوي سره کتلي دي.

دغه وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې په دغه کتنه کې دواړو لورو د امنيت، تعليم، نشه يي توکو سره د مبارزې، اقتصاد، بشري او پرمختيايي مرستو، په ياد سازمان کې د افغانستان اسلامي امارت د استازيتوب پر پياوړتيا او نورو بېلا بېلو موضوعاتو خبرې کړې دي.
ښاغلي متقي په دغه کتنه کې د امنيتي، اقتصادي، تعليمي، له نشه يي توکو سره مبارزې، د سيمې او نړۍ له هېوادونو سره د مثبت تعامل او نورو ډګرونو کې د اسلامي امارت هڅو او لاس ته راوړنو ته په اشارې ويلي چې ځمکنی واقعيت له هغه څخه خورا مثبت توپير لري، څه ډول چې په بهرنيو رسنيو کې انځورېږي.
هغه هیله څرګنده کړې، چې بهرني اړخونه باید د رسنيو له خوا د وړاندې کېدونکي انځور پر ځای ځمکني واقعيتونه په خپلو سترګو وګوري.
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست همدارنګه ویلي چې د جګړو له کبله د نړيوالو په ذهن کې د څلوېښتو کلونو جوړ شوي انځور بدلول يواځې په خپلو سترګو د واقعيتونو د ليدلو له لارې ممکن دی.
په ورته وخت کې ښاغلي طارق بخيت په دغه کتنه کې ویلي: (دا چې مونږ دلته يو، په دې دلالت کوي چې مونږ په خپلو سترګو واقعيتونه ليدل غواړو نه د نورو له سترګو، او دا چې نظرونه به د بېلابېلو اړخونو اورو، خو په پای کې به پرېکړه په خپلواکه توګه او د واقعيتونو په رڼا کې کوو).
نوموړي زياته کړې، چې د اسلامي همکاریو سازمان له افغانستان سره په تعامل کې له پيل څخه د سليقوي چلند پلوي نه کوله او د واقعيتونو د موندلو او انعکاس پر تګلارې یې باور درلود.
ښاغلي طارق بخيت همدارنګه ویلي چې د اسلامي همکارۍ سازمان به له بېلابېلو لارو د افغانستان ملاتړ ته دوام ور کړي.