محمد اشرف غني: د امنیت په برخه کې ساختاري او مدیریتي بدلونونه راځي/ دولت د افغاني محصولاتو بازارموندنې ته ژمن دی
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني د ملي بحث په دوام نن له غرمې مخکې د شکردرې، ګلدرې، فرزې او استالف ولسوالیو د بېلابېلو اقشارو استازو سره په سلامخانې ماڼۍ کې، وکتل.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني د ملي بحث په دوام نن له غرمې مخکې د شکردرې، ګلدرې، فرزې او استالف ولسوالیو د بېلابېلو اقشارو استازو سره په سلامخانې ماڼۍ کې، وکتل.
د دید خبری آژانس په رپوت، په پیل کې عبدالملک صالح، استاد سیدوزیر سادات، مریم نادري، مفتي جمال الدین فایق، حاجي دل اغا احمدزي او سیدجمال هاشمي د خبرو پرمهال له جمهوررئیس څخه ولسونو سره د لیدنو، بحثونو او مخامخ ستونزو د اورېدو له امله مننه وکړه.
یادو ویناوالو د اړوندو ولسوالیو له امنیتي وضعیت، د انکشافي پروژو او ولسي تړون پروګرام د تطبیق، د پوهنې برخې د پرمختګونو، د شکردرې سرک، نوي کلینیک او اقرا پروګرام له لارې د ځینو ښوونځیو د ودانیو جوړېدو، د علماو د بستونو د رسمي کولو، د علماو او ارګ ترمنځ د واټن ختمولو او ځینو نورو کړنو له امله د مسوولینو او په ځانګړي ډول د جمهوررئیس قدرداني وکړه.
هغوی د جمهوررئیس له لوري مخامخ د خلکو د ستونزو اورېدل مهم نوښت وباله او په ټینګار یې وویل، د افغان دولت تر رهبرۍ لاندې د تلپاتې او باعزته سولې غوښتونکي دي. دوی همدارنګه د معارف، روغتیا، د بندونو، کانالونو، منظم ټرانسپورټ، ورزشي لوبغالو، فرعي او خامو سرکونو، د دارالمعلمین د نشتوالي، د ښوونکو د ښارګوټو، وزګارتیا، اصلاح شویو تخمونو، سړو خونو او برېښنا په برخو کې خپلې ستونزې له جمهوررئیس سره شریکې کړې.
دوی همدارنګه د تخنیکي او مسلکي لېسو، د شاه او عروس بند د بشپړولو، د روغتونونو د تجهیز او ارتقا، د شکردرې ولسوالۍ د عیدګاه جوړولو، تحصیلي بورسونو، د پولیسو د تشکیل، د ولسوالۍ د ودانۍ، د کرنې انسټیټیوټ د ایجاد، د ښوونځیو د احاطې دېوال او ودانیو، د نجونو د ښوونځیو، د جوماتونو د رسمي کولو، د لبنیاتو او مېوې د پروسس فابریکو، د پوهنتون جوړولو، د کتابتون جوړولو، د کاري زمینو، د حج د سهمیې، د علماو، ښځو او ولسي شوراګانو د رسمي کېدو او د سرکونو د پخولو په اړه خپل وړاندیزونه له جمهوررئیس سره شریک کړل.
جمهوررئیس غني د ویناوالو له منسجمو ویناوو څخه په مننې وویل، زما او ستاسو نبض او تشخیص یو دی او ستاسو غوښتنې برحقه دي، خو امکاناتو ته په کتو یوځلي نه عملي کېږي. لومړیتوبونو ته په کتو به ورته رسیدګي وشي او په اړوندو برخو کې به واضح پرمختګونه ووینئ.
جمهوررئیس څرګنده کړه، د امنیت په برخه کې ساختاري او مدیریتي بدلونونه راځي. په وزارتونو او ادارو کې به اساسي اصلاحات راشي، ځکه له دې مه واره ښه خدمات او اسانتیاوې نه شي برابرېدلی.
د هیواد جمهوررئیس وویل، دولت د افغاني محصولاتو بازارموندنې ته ژمن دی، د پنځلس اقلامو توکو د ارزښت ځنځیر تر کار لاندې دی، مګر په دې او نورو برخو کې د خصوصي سکتور رول مهم دی او په خپلو اړوندو سیمو کې دوی ونډې اخیستو ته وهڅوئ.
جمهوررئیس وویل، د اوبو مدیریت ته اساسي پام کېږي. د کوچنیو بندونو جوړولو ته پیسې ځانګړې شوې دي او د دغو څلورو ولسوالیو اوبه چې موږ ته د طلا ارزښت لري، مدیریت کېږي. هغه زیاته کړه، د معارف په برخه کې اساسي اصلاحات په پام کې دي چې په پایله کې به یې شته ستونزې حل شي.
جمهوررئیس غني د سولې پروسه کې د علماو رول څخه په مننې وویل، د علماو د متفقې فتوا په اساس موږ د لومړي ځل لپاره اوربند وکړ، په دوام یې زموږ علماو په اندونیزیا او سعودي عربستان کې د اسلامي نړۍ علماو سره مهم بحثونه وکړل.
محمداشرف غني وویل، د حج پروسه کې لا هم شفافیت او عدالت نه دی تامین شوی، په ځانګړي ډول د حج د مناسکو معلمین باید د واضح اصولو او ازموینې له لارې له ټولو ولایتونو څخه په عادلانه ډول استخدام شي.
جمهوررئیس د کابل والي ته لارښوونه وکړه، چې د شکردرې ولسوالۍ د عیدګاه جوړولو په برخه کې شته ستونزې حل کړي، ځکه د ښوونځیو او جوماتونو جوړولو پر وړاندې ستونزې ایجادول د منلو وړ نه دي. هغه زیاته کړه، د روغتونونوپه برخه کې شته مدیریتي ستونزې به په اساسي توګه حل شي.
جمهوررئیس وویل، په نړیوالو مرستو اتکا باید کرار کرار کمه کړو او موږ باید په خپلو پښو د درېدو لپاره په اوبو، کرنې او معارف اساسي پانګونه وکړو، ترڅو پرځان بسیا شو خپل عواید زیات او ستاسو توقعات مدیریت کړو. هغه زیاته کړه، د ولسوالیو ودانۍ به د یو منظم پلان له مخې جوړې او د ځوانانو لپاره به ورزشي لوبغالي چې د ټولو غوښتنه ده، جوړ شي.